کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۹۹) :د ملي امنیت شورا وایي چې د ولسمشر د هدایت پر اساس د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د علماؤ د مصؤنیت کمېټه جوړه او نن یې خپله لومړۍ جلسه وکړه.
د ملي امنیت شورا لخوا د زمري په ۲۳مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جلسه کې چې د ملي امنیت عمومي رییس، د دفاع وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، د حج و اوقافو وزیر، د علماؤ د سراسري شورا سرپرست، د ولسي او مشرانو جرګو د دیني کمېسیونونو رییسانو، سناتورانو، د ولسي جرګې غړو او د هیواد جیدو علماو ګډون کړي وو، د هیواد په کچه د علماؤ د امنیت پر تامین خبرې وشوې.
د ملې امنیت سلاکار وویل، چې د علماؤ مصؤنیت د حکومت له لومړېتوبونو دی له دې امله ددې کمېټې غونډې به په دوامداره توګه دایرېږي، څو د هیواد په کچه د علماؤ د امنیت پر تامین او مصؤنیت کار وکړي او تر څنګ یې د علماؤ سراسري شورا تقویه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مولوي نیازي اومولوي مفلح په څېر د هیواد د جیدو عالمانو د ترور قضيې به په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي او په اړه یې به لازم اقدامات وشي. هغه هیله وښوده، چې ددې کمېټې په کار سره به د علماؤ، امنیتي او دفاعي نهادونو او همداراز مشرانو او ولسي جرګې ترمنځ همږغي زیاته او د علماؤ د امنیت د تامین لپاره لا زیات هڅه وشي.
د ملي امنيت سلاکار په نننۍ جلسه کې د هیواد د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې د هیواد د علماؤ خلاف یې د دښمن ډېرې دسیسې شنډې کړي او د ټولنې ددې مهم قشر د امنیت په ساتنه کې یې رغنده رول لوبولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مولوي نیازي او مولوي مفلح په څېر د هیواد د جیدو عالمانو د ترور قضيې به په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي او اقدامات به کېږي.
هغه هیله وښوده، چې ددې کمېټې په کار سره به د علماؤ، امنیتي او دفاعي نهادونو او همداراز مشرانو او ولسې جرګې ترمنځ همږغې زیاته او د علماؤ د امنیت د تامین لپاره اضافه اقدامات وشې.
د ملي امنيت سلاکار په ننۍ جلسه کې د هیواد د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه او مننه وکړه، چې د هیواد د علماؤ خلاف یې د دښمن ډېري دسیسې شنډې کړي او د ټولنې ددې مهم قشر په امنیت ساتنه کي یې رغنده رول لوبولی دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن