ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځوانانو له حکومته د شويو ژمنو د پلي کولو غوښتنه وکړه

د ننګرهار ځوانانو له حکومته د شويو ژمنو د پلي کولو غوښتنه وکړه

author avatar
13 Aug 2020 - 16:27
د ننګرهار ځوانانو له حکومته د شويو ژمنو د پلي کولو غوښتنه وکړه
author avatar
13 Aug 2020 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۲۳ زمری ۹۹): ننګرهار مېشتي ځوانان وايي، د ولسمشريزو ټاکنو پرمهال ورسره هر ځل د دندو، زده کړو او نورو ستونزو د حل ژمنې کېږي خو واک ته تر رسېدو وروسته ورسره دا ژمنې نه دي عملي شوي.

دوی وايي، همدا اوس په ننګرهار کې زرګونه لوستي ځوانان بې دندو ګرځي او ډېر ځوانان بيا د غربت او اسانتياوو د نشتوالي له امله بې زده کړو پاتې کېږي.

ځوانانو دا شکایتونه د زمري په ۲۳مه د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې حکومت افغان ځوانانو ته د کار او زده کړو پراخ زمينې برابرې کړي.

ننګرهار مېشتي وایي، داسې ځوانان هم شته چې په کور دننه او بهر څخه له علمي سندونو سره په کلونوهم نه دي توانیدلي چې دندې ومومي؛ خو ډېر هغه ځوانان چې کاري وړتيا هم نه لري بيا په واسطو مقرر شوي دي.

د دوی له ډلې په ننګرهار کې د ځوان تړون مدني ټولنې غړي فتح الله سراج وويل، دوه کاله کېږي د ننګرهار پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ شوی، تر اوسه يې ډېرو ادارو ته اسناد لېږي خو هېڅ دنده يې نه ده تر لاسه کړې.

دی زياتوي: ((متاسفانه حکومت ځوانانو ته د کار زمینه نه ده برابره کړې، ډېری ځوانانو نشه یي توکو ته مخه کړې او ګڼ نور یې اروپایي هېوادونو ته ځي، غوښتنه مو دا ده چې ځوانانو ته د کار موقعې ورکړي.))

نظيفه بارکزۍ يوه بله ګډونواله ده او وايي، په ځوانانو کې نجونو ته د کار نه پيدا کېدل هغه څه دي چې ډېرې کورنۍ خپلې لوڼې اړ کوي چې زده کړې نيمګړې پرېږدي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو سرپرست امر غیرت الله ملکوزی هم مني، چې ځوانانو ته څه ډول چې لازمه وه کاري فرصتونه نه دي برابر شوي.

دی وايي، د ځوانانو چارو معينيت له لارې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو ستونزې وخت په وخت له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکې شوې دي.

ولایتي چارواکي هم وایي، چې د پخوا په پرتله يې په دولتي ادارو کې ځوانانو ته پراخه ونډه ورکړې ده.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند وایي: ((ځوانانو ته په دولتي چوکاټ کې د پخوا په پرتله ونډه ډېره ورکړل شوې او هڅه کوو، چې ځوانانو ته نور کاري فرصتونه هم برابر کړو.))

که څه هم د پخوا په پرتله اوس مهال دولتي ادارو کې ځوان کارمندان تر يوه حده تر سترګو کېږي، خو کارپوهان په دې باور دي چې که فابريکې او نور کار ځايونه ډېر نه شي نو ځوانانو ته د کار موندنې ستونزه نه حل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.