کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ۹۹): د عامې روغتیا وزارت له دې سره چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو خبر ورکوي؛ خو د عاشورا په مراسمو کې له ګډون کوونکو یې وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه دې له راټولېدو ډډه وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزير احمد جوا عثماني چې نن یې په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل په هېواد کې له کرونا ویروس څخه د روغو شويو کسانو شمېر ۷۱ سلنې ته لوړ شوی دی.
د هغه په خبره، په دغه ویروس د لس ميلیون اخته کسانو له ډلې اوس مهال شاوخوا ۹ زره يې افغانستان کې موجود دي.
هغه زیاته کړه چې د سولې د مشورتي لویې جرګې په لړ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د معلومولو لپاره د ۵۱۲۰ کسانو ټسټونه واخیستل شول چې له دې ډلې ۳۱ هغه یې (یو سلنه)پر کرونا ویروس احته وو چې دا په خپله په هېواد کې د دغه ویروس د کچې د راټیټوالي یو ښه خبر دی.
نوموړی وایي، هغه کسان چې پر کرونا ویرس ککړ وو ټول هغه یې د کرونا ځانګړي مرکز ته وړل شوي او د روغتیایي ټېمونه تر څار لاندې دي.
ده وویل:«تراوسه په هېواد کې د کرونا ویروس خطر موجود دی او د دغه ویروس پروړاندې باید خلک بې پروایي ونه کړي او د خپل ځان او نورو د ساتلو لپاره باید روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.»
عثماني وایي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵ سلنې ته راټیټو شوی دی.
همداراز هغه د عاشورا په مراسمو کې د خلکو د راټولېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه دې نه سره راټولېږي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرواي له پیله تراوسه، په دغه ویروس ٣٧٤٢٤ کسان اخته، ٢٦٧١٤ یې بېرته روغ شوي او ١٣٦٣ هغه یې مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن