غزني ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په غزني ښار کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او د څلورو ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده د زمري په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لويه لار په ترانسپورټ څلور لاري کې د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د غزني ولايتي روغتون رييس ډاکټر باز محمد بيا وايي چې له يادې پېښې څخه دوى ته پنځه ټپيان انتقال شوي چې څلور يې پوليس دي.
په ورته وخت کې د پېښې يو تن عيني شاهد عبدالرشيد پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او څو نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي: ((ما خپله ولېده چې يو پوليس مړ و څو تنه يې ټپيان وو، ماين يې ورته په ګلدان کې اېښى و.))
د يادې پېښې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن