کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩): د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو پرمهال طالبان نه شي کولاى چې له تاوتريخوالي په ګټه اخيستو سره خپلې غوښتنې پر حکومت ومني.
دغه څرګندونې د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو چارو سلاکار وحید عمر نن کابل کې د ځوانانو نړیوالې ورځې د نمانځلو په یوې غونډې کې وکړې.
ده وویل چې طالبان د بین الافغاني خبرو پرمهال د تاوتریخوالي له ځواک څخه په ګټې اخیستلو ، نه شي کولاى چې له حکومت څخه باج واخلي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
دي وايي، حکومت له طالبانو سره په مذاکراتو کې لومړی اوربند او د اوربند مېکانیزم وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: ((موږ ته دا د منلو نه ده چې طالبان زموږ له مذاکراتي پلاوي سره د خبرو میز ته ناست وي او هېواد کې بریدونه روان وي، ترڅو د خپلو غوښتنو منلو لپاره تاوتریخوالی پلمه وګرځوي.))
هغه زياتوي، د بین الافغاني خبرو ځنډولو یو دلیل دا دی چې طالبان د خبرو لپاره، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي پانګه نه لري، یوازینۍ پانګه یې تاوتریخوالی دی.
د ولسمشر د سلاکار په باور، که له کابل څخه څو تنه ځوانان د طالبانو له رهبرۍ شورا سره خبرې پيل کړي د فرهنګي، سياسي او ديني پلوه يې پر وړاندې د استدلال وړتيا نه لري.
وحيد عمر يو ځل پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او له حکومت سره هرڅه ژر مذاکرات پيل کړي.
هغه چې د ځوانانو ملي کنفرانس ته خبرې کولې وويل چې طالبان له درې ټکو برخمن دي (( تاوتريخوالى،، سيمه کې د پټنځايونو او ملاتړ، او د نشه يي توکو له لارې له مالي سرچينو څخه))، خو په مقابل کې علمي، فرهنګي او سياسي پانګه نه لري، نو له همدې امله خبرې ځنډوي.
د نوموړي په خبره:(( د طالبانو مهم مسوولين هم نه شي کولى چې د سولې له مرکچي پلاوي سره د علمي موضوعاتو په اړه بحث وکړي، نو له همدې امله تاوتريخوالي ته مخه کوي.))
د طالبانو او امریکا د متحده ایالتونو تر منځ د هوکړې له مخې باید د افغانستان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان زر تنه د حکومت بندیان خوشي کړي.
حکومت له یادې ډلې ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او ټاکل شوې چې د لویې مشورتي جرګې د پرېکړې له مخې ۴۰۰ نور هغه طالب بندیان هم خوشي کړي چې ویلي یې و ولسمشر یې د خوشي کولو واک نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن