ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي

author avatar
13 Aug 2020 - 14:00
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي
author avatar
13 Aug 2020 - 14:00

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٤٢٤ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٢٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٨٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٤٢٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٠ په هرات، ١١ په دايکنډي، ١١ په غور، اووه په کابل، اووه په بلخ، څلور په تخار، څلور په ننګرهار، دوه-دوه په کندهار، لوګر، نيمروز او نورستان او يوه -يوه هم په بادغيس، کندوز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٦٧١٤ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩ کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٦٣ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.