د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ کانکور کې پنځلس زره داوطلبانو برخه اخيستې

د بلخ کانکور کې پنځلس زره داوطلبانو برخه اخيستې

Aug 13, 2020 - 17:25

مزارشريف ( پژواک، ۲٣زمری ۹۹) : په بلخ ولايت کې د کانکور ازموينه پيل شوه، چې د درې ورځو لپاره به دوام وکړي.

د بلخ حوزې د کانکور مسوول عبدالاحد مسليم پژواک ته وويل، چې د ټول هېواد په کچه به سږ کال دوه سوه زره داوطلبان د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه، چې له دې ډلې څخه به څه باندې ۶۵ زره کسان په دولتي او څه باندې ۳۵ زره کسان په خصوصي پوهنتونونو کې جذب کړای شي.

د مسلم په خبره، ټوله هڅه شوې؛ څو د کانکور پروسه په شفاف ډول پر مخ ويوړل شي.

نوموړی زياتوي، چې ټول افغانستان کې پرته له کوم سمتي او قومي تبعيض څخه د کانکور پروسه په يو ډول عملي کېږي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر چې د کانکور له جريان څخه يې ليدنه کوله وايي، چې هيله يې دا ده څو دغه ازموينه پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېږي.

هغه پژواک ته وويل، چې تېر کال د بلخ کانکور د سوالونو برخه کې يو لړ ستونزې درلودې او هيله مندي يې وکړه، چې سږ کال به تکرار نه شي.

د رهګذر په خبره، د بلخ په کانکور کې ټولټال پنځلس زره داوطلبانو ګډون کړی، چې پنځوس سلنه يې نجونې دي.

هغه وويل، چې زده کړې او تعليم افغانانو سره مرسته کوي، چې له شته ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي.

ده ځوانان چې په کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی هم خوشحاله دي او هيله لري، چې د خپلې خوښې څانګو ته به بريالي شي.

محمد اصف د بلخ ولايت د نا امنيه سيمې بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په کانکور کې يې ګډون کړی.

هغه په پښه معيوب دی او د ټکک په تکه يې د کانکور تر ازموينې ځان رسولی دی.

نوموړي د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې پښه يې په ماشومتوب کې ماته شوې وه، چې په سيمه کې يې د ډاکټر د نشتون له امله بيا دی معيوب شو.

هغه په داسې حال کې چې خپل ټکک يې د څوکۍ خوا کې ايښی و او د کانکور ازموينې پاڼې ته يې انتظار ويست پژواک ته وويل، چې غواړي راتلونکي کې ډاکټر شي.

د محمد اصف په خبره، لا هم په لرې پرتو سيمو کې خلک له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ دي او درملنې ته اړتيا لري.

مريم هم د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې په کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی.

هغې پژواک ته وويل، چې له هڅو وروسته يې ايله اجازه ومونده څو په کانکور ازموينه کې ګډون وکړي او له دې لارې لوړو زده کړو ته لاسرسی پيدا کړي.

د هغې په خبره، ډېری کورنۍ لا هم نه غواړي چې په خپلو نجونو زده کړې وکړي.

د مريم لويه غوښتنه دا ده، چې په کانکور ازموينه کې دې شفافيت په پام کې ونيول شي او حق دې حقدار ته وسپارل شي.

د بلخ پوهنتون رييس خليل الله کليوال پژواک وويل، چې دغه پوهنتون د راتلونکي تحصيلي کال لپاره د څلور زره نويو محصلينو د جذب ظرفيت لري.

د هغه په خبره، دمګړۍ بلخ پوهنتون کې په شپاړلس بېلابېلو څانګو کې محصلين پر زده کړو بوخت دي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan