د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چارواکو د شتمنيو د ثبت او پلټنې لپاره ((د همکارو ادارو شبکه)) جوړه شوه

د چارواکو د شتمنيو د ثبت او پلټنې لپاره ((د همکارو ادارو شبکه)) جوړه شوه

Aug 13, 2020 - 14:57

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د چارواکو د شتمنيو د ثبت او بررسۍ اداره وايي چې ددوى تر مشرۍ لاندې د يو شمېر وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ لپاره ((د همکارو ادارو شبکه)) جوړه شوه.

د چارواکو د شتمنيو د ثبت او بررسۍ ادارې مشر عبدالودود بشريار د زمري په ٢٣مه، پژواک اژانس ته وويل چې  په دې اړه يو وړانديز د چارو د ادارې د مشر ډاکتر فضل محمود فضلي له خوا ولسمشر اشرف ته لېږل شوى و، چې د هغوى له خوا منظور شوى دى.

هغه زياته کړې، په دغه وړانديز کې راغلي، چې د شتمنیو د ثبت او بررسۍ ادارې په دې وروستیو کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ د رژیم لپاره یې اساسي کارونه ترسره کړي دي، چې په نتیجه کې به له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اوږد مهالې لیدلوري په درلودو سره یو اغیزمن نهاد او وسیله واوسي.

سرچينې ويلي، د دې ادارې تجربو ته په کتو  او د اغېزمن نهاد رامنځته کېدو په هدف اړتیا ده چې د ادارې تر څنګ له همکارو وزارتونو او ادارو سره هم نږدې نظام مند کار وشي، تر څو په هم زمان ډول هلته هم د معلوماتو  راغونډولو، ساتلو او پروسس ډیجټل سیستمونه رامنځته شي او د ټولو تر منځ قوي همکارۍ او همغږۍ ته لاره هواره شي.

په وړانديز کې راغلي، اړتیا ده چې د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ ادارې تر مشرۍ لاندې د لاندې محترمو وزارتونو او ادارو د باصلاحیته استازیو په ګډون د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ لپاره ((د همکارو ادارو شبکه)) تر نامه لاندې یو پلاوى وټاکل شي، تر څو دوی هره میاشت د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ ادارې په مشرۍ خپل منځي غونډې ترسره کړي او اړوندو مسایلو ته د حل لارې ومومي.

سرچينې زياته کړې چې د ولسمشر له خوا ددغه وړانديز تر منظورۍ وروسته د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ ادارې په ګډون او مشرۍ د همکارو ادارو شبکه جوړه شوه، چې غړي يې په لاندې ډول دي.

. د ملي امنیت شورا ، لویه څارنوالي، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزار،  د کورنیو چارو وزارت، د عدليې وزارت، د کرنې او اوبو لګولو وزارت، د ټرانسپورت وزارت  د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ښارجوړونې او ځمکولۍ وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست، د کابل ښاروالي، د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالۍ معینیت، د برښنا شرکت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسیون اتو د افغانستان بانک، د مالي استخباراتو برخه – فینټراکا،

د يادونې ده چې د شتمنيو د ثبت ادارې څه موده مخکې د شاوخوا ١٧٠ دولتي چارواکو او  وکيلانو نومونه افشا کړي وو، چې خپلې شىتمنۍ  يې نه وې ثبت کړې .

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan