ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو عالي شورا جوړېږي

د ښځو عالي شورا جوړېږي

author avatar
13 Aug 2020 - 17:14
د ښځو عالي شورا جوړېږي
author avatar
13 Aug 2020 - 17:14

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د چارو اداره وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د فرمان په اساس د ښځو عالي شورا جوړېږي.

د يادې ادارې له خوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې له حکمونو سره سم، د ښځو عالي شورا د جوړېدو فرمان صادر کړ.

سرچينې زياته کړې، دغه شورا، چې د ښځو ځواکمنېدل، د ښځو د حقونو د تامین او پراختیا په اړه د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي، پالېسي جوړونه، د ښځو د حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو تعقیب او تطبیق او د چارو ارزونه یې اساسي موخې دي، مشري به یې د فرمان پربنسټ ولسمشر غني کوي.

په خبرپانه کې راغلي، په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء ‌ مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.

د فرمان په اساس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.