ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د اتمې امنیتي حوزې دوه مسوولين له دندو ګوښه شوي

author avatar
13 Aug 2020 - 11:38
author avatar
13 Aug 2020 - 11:38

کابل (پژوک، ۲۳ زمرى ۹۹): د ولسمشر په حکم، د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنتي حوزې امر او جنایي مدیر د وظیفوي غفلت او بې نظمۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د پولیسو د اتمې حوزې دغه لوړپوړي منسوبین د ولسمشر غني په لارښوونه له خپلو دندو لرې شوي دي.

ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې ولسمشر د اتمې حوزې د ظاهري او کاري     وضعیت له څېړلو وروسته چې په دغه حوزه کې موجود دی؛ ناخوښي وښوده او کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه وکړه څو د یادې حوزې رهبري د وظیفوي غفلت، بې نظمۍ او د دسپلین د نه مراعاتولو له مله له خپلو دندو ګوښه کړي او په دې برخه کې لازم اصلاحات راولي.

نوموړی وایي چې د کورنیو چارو وزات رهبرۍ د ولسمشر د لاښوونې له مخې د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنیتي حوزې امر او جنایي مدیر له دندو ګوښه او په یاد حوزه کې یې لازم اصلاحات راوستلي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د اتمې حوزې اړوند سربېره، په ټول کابل ښار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې چې د خلکو د اندېښنې سبب شوې او له حکومت څخه غوښتل شوي څو دغې ستونزې ته جدي پام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.