د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل کلکان ولسوالۍ کې دوه انجنیران وژل شوي

د کابل کلکان ولسوالۍ کې دوه انجنیران وژل شوي

Aug 13, 2020 - 11:01

کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ۹۹): د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې دوه انجنیران د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کابل د کلکان ولسوالۍ اړوند سيمه کې وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د کابل ولایت د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:((تېره ورځ مازیګر د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې د انسجام ریاست د کارکوونکو موټر د طالبانو تر وسله وال برید لاندی راغلی دی.))

هغه وایي چې په یاد برید کې د دغې ادارې دوه انجنیران چې له پروان څخه د کابل پر لور روان وو، وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د نوموړي په خبره، دغه برید د کابل ــ پروان لویې لارې په ۹پُله سمیه او د کابل ولایت د کلکان او قرباغ ولسوالیو ترمنځ سيمه کې  شوی دی.

په همدې حال کې د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش پژواک ته وویل چې د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې دوه انجنیران چې د کاپیسا او پروان حوزې د سیند د پروژو د څارنې لپاره موظف شوي وو، د پروژو له څېړنې او بیا کتنې وروسته؛ کابل ته د بېرته تګ پرمهال یې موټر د کلکان ولسوالۍ پر عمومي سړک د طالبانو له خوا تر برید لاندې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې دا څلورم ځل دی چې د کابل- شمال پر لویه لاره قرباغ ــ کلکان ولسوالیو کې ملکي او نظامي کسان د دولت د وسله والو مخالفینو تر بریدونو لاندې راځي.

د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دى منلى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan