د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینه: طالبانو د کابل خاکجبار ولسوالۍ کې درې نيولي سرتېري وژلي

سرچینه: طالبانو د کابل خاکجبار ولسوالۍ کې درې نيولي سرتېري وژلي

Aug 13, 2020 - 10:44

کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩): سرچینه وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې طالبانو هغه درې تنه نيول شوي افغان سرتېري وژلي چې پر طالبانو یې برید کړی دی.

پژواک خبري اژانس ته نن یوې باوري سرچینې وویل، وړمه ورځ د ملي اردو درې تنو سرتېرو چې غوښتل يې د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د شېرالله له سیمې څخه خپلو کورونو ته په رخصت لاړشي چې د یادې ولسوالۍ په مارانو سیمه کې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي او له ځانه سره يې بيولي وو.

دی وايي، یوه سرتېري له هغو طالبانو چې دوى يې بيول، په لاره کې ټوپک ترې اخیستی، پر ډزو یې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی چې وروسته طالبانو یاد درې سرتېري بېرته نیولي او وژلي یې دي.

سرچینې زیاته کړه، له وژل شویو سرتېرو دوه کسان د پنجشېر او یوتن د پروان اوسېدونکي وو، چې تېره ورځ یې جسدونه د سیمې د خلکو له خوا د پېښې له ځایه راوړل شوي دي.

تراوسه په دې اړه چارواکو او طالبانو څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan