کابل (پژوک، ۲۳ زمرى ۹۹): د ولسمشر په حکم، د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنتي حوزې امر او جنایي مدیر د وظیفوي غفلت او بې نظمۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د پولیسو د اتمې حوزې دغه لوړپوړي منسوبین د ولسمشر غني په لارښوونه له خپلو دندو لرې شوي دي.
ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې ولسمشر د اتمې حوزې د ظاهري او کاري وضعیت له څېړلو وروسته چې په دغه حوزه کې موجود دی؛ ناخوښي وښوده او کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه وکړه څو د یادې حوزې رهبري د وظیفوي غفلت، بې نظمۍ او د دسپلین د نه مراعاتولو له مله له خپلو دندو ګوښه کړي او په دې برخه کې لازم اصلاحات راولي.
نوموړی وایي چې د کورنیو چارو وزات رهبرۍ د ولسمشر د لاښوونې له مخې د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنیتي حوزې امر او جنایي مدیر له دندو ګوښه او په یاد حوزه کې یې لازم اصلاحات راوستلي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د اتمې حوزې اړوند سربېره، په ټول کابل ښار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې چې د خلکو د اندېښنې سبب شوې او له حکومت څخه غوښتل شوي څو دغې ستونزې ته جدي پام وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن