تالقان (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو د تخار په مرکز تالقانو کې يوه لېسه سوځولې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا درې بجې ناپېژانده وسله والو په مرکز تالقانو کې د ابو عثمان تالقاني لېسې ته اور اچولى دى.
ده زياته کړه: ((د دغې لېسې دويم پوړ، اسنادونه او مهم مکتوبونه په ټوليزه توګه سوځېدلي دي.))
دغه راز د تخار د پوهنې رييس روح الله محقق هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه ښوونځي کې شاوخوا درې زره زده کوونکو زده کړې کولې.
هغه زياته کړه: ((ناپېژانده وسله وال راغلي، د ښوونځي ملازم يې تهديد کړى بيا يې لېسې ته اور اچولى دى.))
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې ددغه ښوونځي شپږ درسي او درې اداري خونې په بشپړه توګه سوځېدلې دي.
دې زياته کړه: ((د دغې پېښې عاملين موږ د علم او معرفت دښمنان ګڼو او دا هغه خلک دي چې نه غواړي د افغانستان بچيان ښه او روښانه راتلوونکى ولري.))
نزهت زياتوي چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د تخار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې دا درېيم ښوونځى دى چې په دغه ولايت کې د نا پېژانده وسله والو له لوري سوځول کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن