جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې ، د ننګرهار ولايت “ګوشتې” ولسوالۍ په” ګوڅړۍ” سيمه کې، دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تطبيقات تر سره کړل.
دیاد وزارت لخوا د زمري په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې نظامي تطبيقاتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.
سرچینې زیاته کړې، د مسلحو ځواکونو لوي درستيز ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمير نورو جنرالانو او ارشدو افسرانو سره دا نظامي تطبيقات له نږدې وکتل او ارزيابي کړل.
د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو ځواکونو لوي درستيز جنرال یاسین ضیاء وويل: (( زموږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.))
هغه ویلي، چې پيغام یې د افغانستان ولسونو او دوستانو دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډ ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.
لوی درستیز وایي : (( زموږ پيغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، موږه ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو، که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلۍ له منځه به يوړل شۍ.))
ستر جنرال محمد ياسين ضياء په نظامي تطبيقاتو کې د ګډون کونکو دفاعي او امنيتي ځواکونو ستايينه او تقدير کړل.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن