چاریکار (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): د کاپیسا سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د طالبانو برید کې درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي د زمري په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((طالبانو چې په منځ کې یې پاکستانیان هم وو، تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر بیز برید وکړ.))
هغه زیاته کړه، د تګاب ولسوالۍ په دکریان کلي کې پر یاد مرکز له برید وروسته په رامنځته شوې نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د تګاب د پولیسو قوماندان وايي چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي.
د ساپي په خبره چې په دې نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو کره شمېره یې ورته نه ده معلومه.
په دغه ولایت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې په خبر کې راوړل شي، وویل چې د دې جګړو په پایله کې تر اوسه درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د هغه په خبره چې طالبان د ملي اردو یو سرتېری له ځان سره بیولی دی.
دغه راز نوموړي وویل چې په دې پېښه کې د دوو کوچنیانو په ګډون درې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن