ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 Aug 2020 - 11:21
کندوز کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 Aug 2020 - 11:21

کندوز (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): کندوز کې سیمه ییز مسوولین وايي چې د کندوز- خان اباد پر لویه لار پر یوې امنیتي پوسته د طالبانو برید کې ۱۳ امنيتي سرتېرو او ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز امنیې قوماندانۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي خبر کې یې نوم راوړل شي، د زمري په ۲۴مه پژواک خبرې اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د کندوز- خان اباد د ملرغي پر پوسته برید کړی چې په پایله کې یې نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه وايي چې د مرستندوی ځواکونو په ورتلو سره طالبان پر شا وتمبېدل.

په همدې حال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند هادي جمال د تېرې شپې جګړه تاییدو او زیاتوي چې په دې نښته کې دواړو لورو ته تلفات اوښتې دي.

هغه وايي چې په یاد برید کې دغه راز ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو هغه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په خپل ټویټر کې لیکلي چې تېره شپه د تخار- کندوز پر لویه لار پر یوې پوستې د برید پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، تر اوسه طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.