ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ یې خوشي کړي

افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ یې خوشي کړي

author avatar
14 Aug 2020 - 09:57
افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ یې خوشي کړي
author avatar
14 Aug 2020 - 09:57

کابل (پژواک، ۲۴ زمرى ۹۹): افغان حکومت تېره ورځ د څرخي پله له زندانه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ یې خوشي کړي دي.

د لویې مشورتې جرګې تر درې زره ډېرو ګډونوالو چې د زمري په اوولسمه په کابل کې جوړه شوې وه، د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیان خلاصون یې تایید کړ.

دغه راز د دې جرګې غړي د دایمي اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پلېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو ډلې ویلي وو که د بندیانو له خلاصون وروسته به د یوې اوونۍ په اوږدو کې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ دغه خبرې د طالبانو د بندیانو د خلاصون له پروسې وروسته په قطر کې پیل شي.

د ملي امنيت شورا له دفتره د زمري په ۲۴مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د هغو ۴۰۰ کسیز لېست له ډلې دي چې خلاصون یې مشورتي لويې جرګې تایید کړی او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو د سولې هڅې چټکې، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل او یو دایمي او سراسري اوربند قایم شي.

سرچينه زياتوي، ټولو ازادو شوو بندیانو ژمنه کړې چې له خوشي کېدو وروسته به سوله ییز ژوند پیلوي او د افغانستان د خلکو خلاف به بیا جګړه نه کوي.

خبرپاڼه کاږي، پایدارې او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې د سولې نورې خواوې هم له خپلو مسوولیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو ډډه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.