ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باور غورخنګ لخوا په یو شمیر ولایتونو کې د پاکستان ضد لاریونونه وشول

د باور غورخنګ لخوا په یو شمیر ولایتونو کې د پاکستان ضد لاریونونه وشول

author avatar
14 Aug 2020 - 21:00
د باور غورخنګ لخوا په یو شمیر ولایتونو کې د پاکستان ضد لاریونونه وشول
author avatar
14 Aug 2020 - 21:00

جلال اباد (پژواک ۲۴ زمری ۹۹):  د باور غورځنګ وایی چې نن یې په یو شمیر ولایتونو کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستانيو ځواکونو د تحرکاتو ډيروالي او د دغه هیواد دلاسوهنو پر ضدلاریونونه وشول.

دوی ګواښ وکړ که پاکستان خپله دغه ناوړه چاره بنده نه کړي نو ولس نور زغم نه لري او د ډيورنډ نا منل شوې کرښه به د برلین ديوال په برخليک اخته کړي.

دوی دغه راز د پاکستان د خپلواکۍ ورځ يوه توره ورځ بلله او د پاکستان منځته راتګ يې سيمه کې د يو سرطان زېږنده بلله.

د یاد غورځنګ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د باور غورځنګ سلګونو غړو د پاکستان د مصنوعي خپلواکۍ (۱۴ اګست) پر ضد په کندهار، بلخ، ننګرهار، لغان او کونړ ولایتونو کې پراخ لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکي چې په ننګرهار کې بېلابېلو مدني ټولنو استازي و، خپل اعتراض د زمري په ۲۴مه جلال اباد کې د ولايتي شورا له انګړه پيل او پښتونستان څلور لاري کې يې د ولايتې ادارې دروازې ته څېرمه پای ته ورسوه.

دوی ويل يا خو افغان حکومت له پاکستان سره پر ډيورنډ د اغزن سيم تېرولو او دروازو لګولو هوکړه کړې او که دا چاره يې نه وي کړي نو د خپلې خاموشۍ ځواب دې ولس ته ورکړيږ

مدني فعال او په ننګرهار کې د باور غورځنګ غړي محمد نعيم کشاف وويل، ډيورنډ کرښه د لر بر پښتون په سينه باندې تېره شوې کرښه ده چې يو قوم يې په دوو برخو وېشلی خو دغه کرښه تر اوسه نه لر او نه بر کې پښتنو ته د منلو وړ ده.

هغه زياته کړه، اوس چې پاکستان تازه نور تحرکات شروع کړي، لومړی دې حکومت ځواب ورکړي او که نه نو بيا به يې ولس ځواب ورکوونکی شي.

مدني فعال او قومي مشر فضل امين وويل، ولس نور د پاکستانيو ځواکونو د تحرکاتو زغم نه لري او مجبور دی چې خپله حرکت وکړي او نا منل شوې ډيورنډ کرښه د برلين په برخليک اخته کړي.

دغه راز د لاریون يو بل ګډونوال او مدني فعال عبدالرحمن معاون د ننګرهار په ولايتي ادارې او ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان باندې نيوکه وکړه چې هره ورځ پاکستاني ځواکونه دېغاړې ته تحرکات کوي خو دوی يې په اړه پټه خوله پاتي دي.

د ضياء الدين همتمل په نوم يو بل مظاهره کوونکي افغان حکومت باندې د نيوکې تر څنګ شک وکړ که حکومت رښتيا هم کومه معامله له پاکستان سره په دغه برخه کې نه وي کړي نو ولې د هغوی ځواب نه ورکوي او ولې ولس ته په دې اړه وضاحت نه ورکوي.

دوی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له پرون راهېسې په ټولنيزو شبکو کې په دې خبره ګرم بحثونه روان دي چې ګواکې پاکستان د ډيورنډ پر کرښه د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ اړوند پلوڅۍ سيمه کې د يوې دروازې د جوړېدو چارې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.