جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې په دوو ماين چاودنو کې پنځه ولسي پاڅونوال او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، پرون له غرمې وروسته د وزيرو په سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو او ملکي وګړو پر موټرو دوه ځایه چاودنې شوې دي.
دی وايي، د سړک غاړې په يوه ماين چاونه کې چې د ولسي پاڅون کوونکو پر موټر وشوه، پنځه پاڅونوال په کې ټپيان شوي او په ورته بله پېښه کې چې د ملکي خلکو پر موټر وشوه، درې ملکي وګړي يې ټپيان کړل.
هغه ډاډ ورکړ چې ټپيان ټول د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د چاودنو مسئوليت تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن