د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه افغان ځواکونو نظامي تطبیقات ترسره کړل

ننګرهار کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه افغان ځواکونو نظامي تطبیقات ترسره کړل

Aug 14, 2020 - 21:11

جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې ،  د ننګرهار ولايت "ګوشتې"  ولسوالۍ په" ګوڅړۍ" سيمه کې، دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تطبيقات تر سره کړل.

دیاد وزارت لخوا د زمري په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې نظامي تطبيقاتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.

سرچینې زیاته کړې، د مسلحو ځواکونو لوي درستيز  ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمير نورو جنرالانو او ارشدو افسرانو سره دا نظامي تطبيقات له نږدې وکتل او ارزيابي کړل.

د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو ځواکونو لوي درستيز جنرال یاسین ضیاء وويل: (( زموږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.))

هغه ویلي،  چې  پيغام یې  د افغانستان ولسونو او دوستانو دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډ ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.

لوی درستیز وایي : (( زموږ پيغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، موږه ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو، که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلۍ له منځه به يوړل شۍ.))

ستر جنرال محمد ياسين ضياء په نظامي تطبيقاتو کې د ګډون کونکو دفاعي او امنيتي ځواکونو ستايينه او تقدير کړل.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan