ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي

author avatar
14 Aug 2020 - 13:59
ولسمشر غني: طالبان دې د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي
author avatar
14 Aug 2020 - 13:59

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): ولسمشر غني د دې تر څنګ چې افغان ولس په یو غږ د افغان دولت د سولې پروسې ملاتړ وکړ، ويلي چې طالبان دې د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي.

له ارګه د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې پرون ماښام مهال د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو اړیکو شورا له لوري جوړ شوي ویډیو کنفرانس کې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، په دغه کنفراسن کې چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو مخکني سفیر، شنونکو او مطرح خبریالانو هم حضور درلود، په افغانستان کې د وروستیو انکشافاتو، په ځانګړي ډول سولې پروسې، د سولې او ثبات لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د موخو او د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د چمتووالي په اړه خبرې شوې دي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي، افغان ولس په واحد غږ د افغانستان دولت د سولې پروسې ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او یوه سیاسي حل لاره ومني.

هغه زیاته کړه: ((په مشورتي لویه جرګه کې ستره اجماع رامنځته شوه او د افغانستان ستر سیاسي ظرفیت یې نندارې ته وړاندې کړ چې موږ کولای شو ستر تصمیمونه په لږ وخت کې ونیسو.))

د نوموړي په خبره چې جرګې د افغانستان دولت او مذاکره کوونکي پلاوي ته تګلاره او حدود مشخص کړل چې له طالبانو سره د کوم سیاسي چوکاټ په اړه خبرې وشي څو داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې څه ډول اوربند وشي.

ولسمشر غني وویل، که طالبان د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني، د جګړې د دوام مسوولیت به یې پر غاړه وي او تاریخ به یې محکوم کړي.

دغه راز هغه د سولې د ټینګښت په اړه د افغانانو د غوښتنو او د سولې په راوستلو کې د سیمې د هېوادونو او بین المللي ټولنې د رول په هکله هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: ((زموږ ټولنه غواړي ژر تر ژره اوربند وشي او زه هیله لرم چې دغه اجماع به په افغانستان کې د پایداره سولې ټینګښت او د جنګ پایته رسولو کې اغېزمنه واقع شي.))

ولسمشر د افغان ولس او بین المللي ټولنې پر اجماع چې د تروریزم له ګواښ څخه خوندي، باثبات، خپلواک او ډیموکراټیک افغانستان یې ستره موخه ده، خبرې وکړې وې ویل: ((هیله لرم دغه اجماع وکولای شي په افغانستان کې د سولې په تامین او د جګړې په پایته رسولو کې مرسته وکړې.))

نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي.

نوموړي د هغو پرمختګونو او هڅو په اړه چې افغانستان د مرکزي اسیا یوه عمده برخه وي، له دغو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، د دهلیزونو او ښو اړیکو پر ایجاد خبرې وکړې.

ولسمشر له چین، هندوستان، ترکیې، سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د ایجاد او پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.