میمنه (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): فاریاب کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوال د مخالفینو له یوه بریده روغ وتلی خو په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې پر مهال پنځو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېر شپه یوولس نیمې بجې د یادې ولسوالۍ د مرکز پر پوستو بریدونه پیل کړل او نښتې څو ساعته دوام درلود.
نوموړی وايي چې په دې نښته کې د سیمه ییزې اردو او پاڅونوالو څلور سرتېري وژل شوي او بل ټپي شوی دی.
هغه دغه راز ادعا وکړه چې په تېرې شپې په نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم.
د یوه بل خبر له مخې، د فاریاب د ګرزیوان ولسوال د وسله والو له یوه بریده روغ وتلی دی.
په همدې حال کې د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله رحماني ادعا کوي چې په ملي اردو کې د طالبانو هغه دوه نفوذي کسان یې نیولي چې د دغه د وژلو هوډ یې درلود.
رحماني زیاته کړه، تېره ورځ وروسته له غرمې چې له ولسوالۍ د وتلو په حال کې و، د سیمه ییزې اردو دوو سرتېرو د ده پر لوري لس ډزې وکړې چې روغ ترې ووت خو برید کوونکي د ده د ساتونکو له خوا ونیول شول.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول پر ولسوال شوی برید تایید کړ، ویې ویل چې برید کوونکي تر څېړنې لاندې دي.
سره له هڅو هم ونه توانېدو په دې اړه د طالبانو نظر واخلو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن