پلخمري، ترينکوټ (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : د بغلان او اروزګان ولايتونو په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې نهه تنه سرتېري وژل شوي دي.
د اروزګان د والي وياند زړګي عبادي د زمري په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ترينکوټ ښار اړونده د صوفيانو په سيمه کې د پوليسو پر ګزمې بريد او چاودنې شوې دي.
هغه زياته کړه چې په دغو پېښو کې پنځه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
عبادي وايي چې د پوليسو درې نظامي موټر هم له منځه وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د بغلان- سمنګان پر لويه لاره څو ساعته جګړه شوې ده.
ددغه ولايت امنيتي سرچينې وايي چې پلخمري ته نږدې د کيله ګي په سيمه کې جګړه شوې، خو له ځواکونو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
ددې ولايت امنيه قومانداني وايي چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د روغتون سرچينې وايي چې دوه مړي او څلور ټپيان ورته ور وړل شوي دي.
خو نورو سرچينو بيا ويلي چې په دې نښته کې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن