ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي مسوولين: غزني کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

حکومتي مسوولين: غزني کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2020 - 11:51
حکومتي مسوولين: غزني کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Aug 2020 - 11:51

غزني ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په غزني کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر طالبان او امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوار سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر طالبان او څلور امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ياده جګړه کې د طالبانو د قوماندانانو ملا شريف او ملا فتح الله له ډلې نهه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند وايي چې تېره شپه د غزني د ده يک ولسوالۍ په تاسين سيمه کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملا حنان د ډلې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.