کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): په کندهار کې د یوه کس د بې پروايي له امله اور لګېدلی او درې ماشومان یې په کې سوځېدلي او مړه شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د کندهار په صنعتي پارک کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په صنعتي پارک کې یوه څوکیدار د خسو په څاله کې پر ګاز چای ایشاوه چې له امله یې اورلګېدلی دی.
خارګاه یا څاله په کندهار کې د دوبي په موسم کې له ګرمۍ د خوندیتوب په موخه له ځوزانو جوړېږي.
هغه زیاته کړه، اور هغه مهال لګېدلی چې څوکیدار د لمانځه لپاره جومات ته تللی او خپل اولادونه یې په خارګاه کې دننه پرېیښي.
د ده په خبره، د اورلګېدو له امله په خارګاه کې بند پاتې درې ماشومان (دوه هلکان او یوه نجلۍ) بشپړ سوځېدلي او مړه شوي دي.
که څه هم په کندهار کې وخت په وخت د اورلګېدو پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي خو دا د خپلې بڼې لومړۍ پېښه ده.
د اورلګېدنې پېښې ډېری مهال د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي چې هر کال په کندهار کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن