ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ١٦ ولايتونو لوبغاړو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د ١٦ ولايتونو لوبغاړو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيل شوې

author avatar
15 Aug 2020 - 15:13
ننګرهار کې د ١٦ ولايتونو لوبغاړو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيل شوې
author avatar
15 Aug 2020 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): په ننګرهار کې د ۱۶ ولايتونو د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د بايسکل ځغلونې څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې چې لوبغاړي به په څلورو ورځو کې څلورو ولايتونو ته ۳۹۰ کيلومتره فاصله طى کوي.

دا سيالۍ د افغانستان د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري پيل شوې دي چې موخه يې د افغانستان د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل، د سولې او يووالي پيغام دی.

د بايسکل ځغلونې د ملي فدراسیون مشر فضل احمد فضلي وویل، چې په دې سيالۍ کې له ۱٦ ولايتونو څخه ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی او څلور ورځې به دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې نن له ننګرهار څخه کابل، له کابل څخه به کاپیسا او کاپیسا څخه به پنجشېر ته  سفر وکړي او په څلورمه ورځ به بېرته کابل ته په را ګرځېدو سره د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کالیزې په نمانځنه کې هم ونډه واخلي .

دی وايي، د سيالۍ ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ هم په پام کې نيول شوي او دوی به ټولټال ۳۹۰ کيلومتره ووهي چې د لارې په اوږدو کې ورته د دمې، ډوډۍ، روغتيا او نورې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو په پایله کې به د سولې او پخلاینې پیغام د لېږد ترڅنګ ملي لوبډلې ته ۱۵ غوره لوبغاړي هم په نښه کړي .

د ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ دا ډول سيالۍ د ځوانانو روغتيا ته د پاملرنې ترڅنګ د سولې، ورورلۍ، مينې او يووالي وسيله ياده کړه.

نوموړې وويل، چې په سياليو او نورو پروګرامونو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د خلکو ګډون د يووالي، تعصب مخنيوي او يو د بل منلو په معنی دي.

د ننګرهار د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي وويل، چې هر کال له دې ولايت څخه مهمې ورزشي سيالۍ پيليږي او داځل د باسيکل ځغلونې سيالي هم له ننګرهار ولايت څخه پيل شوه.

په سيالۍ کې د حليم صحتمند په نوم يوتن چې عمر يې له څلوېښتو کلونو اوښتی و او د لغمان ولايت د بايسکل ځغلونې لوبغاړی و، وويل، موخه يې دا ده چې خلکو ته پيغام ورسوي ورزش يې روغتيا ته ګټه رسوي.

قيس حيدري چې له کابل ولايت څخه يې سيالۍ کې ګډون کړی و وايي، دا ډول سيالۍ د ولايتونو د ځوانانو ترمنځ اړيکې جوړوي او يووالي ته زمينه برابروي.

ټاکل شوي لوبغاړي نن د ۱۲۰ کيلومتره فاصلې په طى کولو د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي چې سبا د کاپيسا پر لور له همدې ځايه حرکت ته ځانونه چمتو کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.