ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ځينې مېرمنې د بين الافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کوي

ننګرهار کې ځينې مېرمنې د بين الافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کوي

author avatar
15 Aug 2020 - 15:10
ننګرهار کې ځينې مېرمنې د بين الافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کوي
author avatar
15 Aug 2020 - 15:10

جلال اباد (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو د يوې غونډې پر مهال پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د دایمي سولې ټينګېدو لپاره بين الافغاني خبرې پيل کړي.

دا غونډه د زمري په ۲۵مه د ننګرهار د مخکښو ښځو ټولنيزې ټولنې له لوري را بلل شوې وه او دغه راز يې له دواړو لورو دا غوښتنه هم وکړه چې د اورکم ترڅنګ دې اوربند ته هم زمينه برابره کړي.

دغه مېرمنې وايي، د سولې له مشورتي لويې جرګې وروسته چې په کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه وشوه او ولسمشر یې د خلاصون فرمان لاسليک کړ، په هېواد کې د بین الافغاني خبرو د پيل پر وړاندې هېڅ خنډ پاتې نه دی او د ژر پيلېدو غوښتنه یې کوي.

ننګرهار کې د مېشتو مخکښو ښځو ټولنیزې ټولنې غړې ورېښمين ستانکزۍ وايي، له وسله والو طالبانو او حکومت غواړي چې د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړې عملي کړي.

د غونډې بلې ګډونوالې تورپيکۍ حقيار پر دواړو لورو غږ وکړ چې د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو د پيل په موخه دې د اورکم ترڅنګ اوربند ته هم زمينه برابره کړي.

د شبانې بارکزۍ په نوم د غونډې يوې بلې ګډونوالې وويل، افغانانو ته داسې د سولې خبرې اترې د منلو وړ نه دي چې پر مهال يې افغان وژنه روانه وي.

ننګرهار مېشتو مخکښو مېرمنو ټولنې دغه راز د سولې د خپلمنځي خبرو اترو پر مهال ښځو ته پر ونډې ورکولو هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې مېرمنو په جګړه کې هم قرباني ورکړې او سوله کې هم بايد ورته ونډه ورکړل شي.

د غونډې ګډونواله او د ټولنې غړې ورېښمين بارکزۍ وايي، اوسنۍ ونډه د ټولو ګډونوالو ۲۱ سلنه جوړوي ورته د منلو نه ده او د خبرو اترو برخه کې دې مېرمنو ته دېرش سلنه ونډه ورکول شي.

د غونډې ګډونوالو دغه راز د مصالحې پر عالي شورا هم غږ وکړ چې د سولې د خبرو اترو لپاره يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

ټاکل شوې وه چې بين الافغاني مذاکرات سبا د يکشنبې په ورځ پيل شوي واى، خو د ځينو ستونزو له امله يو ځل بيا ځنډيدلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.