ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: افغانانو د سولې لپاره ډېرې لويې بيې پرې کړې

ولسمشر غني: افغانانو د سولې لپاره ډېرې لويې بيې پرې کړې

author avatar
15 Aug 2020 - 15:12
ولسمشر غني: افغانانو د سولې لپاره ډېرې لويې بيې پرې کړې
author avatar
15 Aug 2020 - 15:12

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانانو د خپلو سرونو په بيه سولې ته کار کړى او ډېرې قربانۍ يې ورکړې دي، اوس حق لري چې د سولې له ګټو برخمن شي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې په هغې مقاله کې کړې دي چې نن د زمري په ٢٥مه، په امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوست کې خپره شوې ده.

هغه زياته کړې چې افغانان سوله غواړي او په تېرو ٤٠ کلونو کې سوله د خلکو د مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

ولسمشر ويلي، درې کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دولت اوربند اعلان کړ او د اختر په درېيو ورځو کې يې وليدل چې خلک څومره سولې ته تږي دي.

غني زياته کړې : (( په تېرو دوو کلونو کې  سولې ته د رسېدو په لاره کې مو ډېر خطرونه ګاللي دي، ځکه چې په دې لاره کې د ناکامۍ توان نه لرو. ))

ولسمشر اشرف غني په دې مقاله کې ليکلي ، تېره اوونۍ يې د سولې په لاره کې يوه بله خطرناکه پرېکړه وکړه او د سولې لويې مشورتي جرګې په وړانديز يې د طالبانو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ.

د هغه په وينا، دغه بنديان په درنو جرمونو، د افغانانو او نړيوالو شريکانو د وګړو پر وژلو تورن دي .

نوموړى وايي : (( موږ ته ويل شوي او ډاډ راکړل شوى و، چې د بين الافغاني مذاکراتو پر وړاندې به دا د طالبانو وروستى شرط وي.))

د ولسمشر په وينا، په يواځې ځان ددغو ٤٠٠ بنديانو د خوشې کولو په اړه پرېکړه په قانوني او اخلاقي توګه جايز نه وه، نو د همدې لپاره يې د خلکو نظرونو او را يو ته مراجعه وکړه.

ولسمشر غني زياته کړې : (( په ٢٠١٨ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره اوربند کولو سره موږ پر دې پوه شولو  چې سوله بيه لري، خو پر دې نه پوهېدو چې څه ډول بيې به پرې کوو، خو اوس پوه شولو چې سوله ډېرې لويې بيې لري.))

د هغه په وينا، په دغو بيو کې د قربانيانو د کورنيو پر ټپونو د ملهم اېښودلو پرته د ٥٠٠٠ طالب بنديانو خوشې کول.

دى وايي، له تېر مارچ راهيسې چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون لاسليک شوى، طالبانو تاوتريخوالى زيات کړى چې له امله يې افغان ځواکونو ډېرې لويې بيې پرې کړې دي.

ولسمشر غني ويلي، چې په ياده موده کې که څه هم افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو، خو د طالبانو په بريدونو کې ١٢ زره او ٣٧٩ تنه ملکي وګړي او سرتېرو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

هغه زياته کړې : (( موږ د سولې بيه د خپلو ځانونو په قربانيو ادا کړې، لسګونه زرو افغانانو په دې لاره کې ژوند له لاسه ورکړى دى، خلکو لويې بيې پرې کړې دي او اوس بايد له ګټو يې مستفيد شي.))

اشرف غني ويلي چې طالبان دې د افغانستان وروستي واقعيتونه درک کړي او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

نوموړي دا هم ويلي چې نړيواله ټولنه به د سولې د بين الافغاني مذاکراتو پر مهال د اسانتيا رامنځته کولو کې مهم رول ولري او نړيواله ټولنه بايدد تېرو ١٩ کلونو د لاسته راوړنو ساتلو کې د افغان حکومت مرسته او ملاتړ وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.