ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د پاکستان د راکټي بريدونو پر ضد لاريون وشو

په پکتيکا کې د پاکستان د راکټي بريدونو پر ضد لاريون وشو

author avatar
15 Aug 2020 - 15:37
په پکتيکا کې د پاکستان د راکټي بريدونو پر ضد لاريون وشو
author avatar
15 Aug 2020 - 15:37

ښرنه (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩):د پکتيکا د سرحدي ولسوالۍ برمل سلګونو اوسېدونکو د پاکستان د راکټي بريدونو پر ضد لاريون وکړ او د پاکستان د ازادۍ ورځ يې د پښتنو او بلوڅو لپاره توره ورځ ياده کړه.

له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د پاکستان پوځيان د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ راکټي بريدونه کوي چې له امله يې يو شمېر کسان وژل شوي، يو شمېر ټپيان شوي او لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د پاکستان د راکټي بريدونو په غبرګون کې د يادې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن شاوخوا نهه بجې د پاکستان پر ضد لاريون پيل کړ چې نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ.

لاريون کوونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل ترسره کړي.

يو تن لاريون کوونکي او په برمل کې د وزيرو قوم مشر قدرت الله وزير پژواک ته وويل چې د پاکستان د ازادۍ ورځ (د اګست ١٤مه) د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو او بلوڅو لپاره توره ورځ ده.

ده زياته کړه: ((له کومې ورځې چې پاکستان ازادي اخيستې، د پښتنو او بلوڅو پر وژلو يې لاس پورې کړى او دا په تاريخ کې يوه توره ورځ ده.))

هغه وايي چې له تېرې څه مودې راهيسې پاکستان پر دې ولسوالۍ راکټي بريدونه کوي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وزير زياتوي: ((زه په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کوم چې پښتانه ترهګر نه دي، ترهګر پاکستان دى، پر وړاندې يې بايد غږ اوچت شي ترڅو د افغانانو او بلوڅو د وژلو مخه ونيول شي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي محمد صديق خروټي وويل چې پاکستان د راکټي بريدونو ترڅنګ په دې وروستيو کې د افغانستان شاوخوا لس کيلومتره خاوره هم لاندې کړې ده.

خروټي وايي: ((نور دغه حالت موږ ته د منلو نه دى، حکومت بايد د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې حکومت د پاکستان پر وړاندې ورته عمل پيل کړي، دوى حاضر دي چې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

د يادونې ده چې له پکتيکا سربېره په تېرو څو کلونو کې پاکستان د افغانستان پر کونړ او ځينو نورو ولايتونو هم توغندي توغولي چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتېده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.