ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښايي ددولت مرکچي پلاوى د سه شنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي

ښايي ددولت مرکچي پلاوى د سه شنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي

author avatar
15 Aug 2020 - 16:56
ښايي ددولت مرکچي پلاوى د سه شنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي
author avatar
15 Aug 2020 - 16:56

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : د افغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيل يو ځل بيا ځنډيدلى او حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې پر شپږو طالب بنديانو نړيوالو اعتراض کړى دى.

تر دې مخکې ځينو سرچينو ويلي وو چې ټاکل شوې وه بين الافغاني مذاکرات د زمري په ٢٦مه، د يکشنبې په ورځ پيل شي، خو تر اوسه د افغان دولت مرکچي پلاوى د قطر پر لوري نه دى خوځېدلى .

د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د زمري په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل، ښايي ددولت مرکچي پلاوى د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د قطر پر لور وخوځيږي.

دا چې مذاکرات د يکشنبې په ورځ نه پيليږي او د ځنډ ښکار شوي، يادې سرچينې يې لامل د طالبانو په پاتې بنديانو کې پر شپږو د نړيوالو اعتراضونه په ګوته کړل.

تر دې مخکې د اسټراليا لومړي وزير د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يوه ليک کې د هغه بندي پر خوشې کولو سخت اعتراض کړى و، چې په اروزګان ولايت کې يې درې اسټراليايي سرتېري خوشې کړي وو.

د حکمت الله په نامه دغه بندي د افغان ځواکونو په ليکو کې دنده لرله او په يوه داخلي بريد کې يې اسټراليايي سرتېري وژلي وو او وروسته بيا له طالبانو سره يو ځاى شوى و، اوس د طالبانو د بنديانو د لېست له مخې ټاکل شوې چې دى هم خوشې شي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت هم د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو له خوشې کولو انکار کړى و، خو د لويې مشورتي جرګې دوړانديز له امله يې ولسمشر د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ او وړمه شپه يې ٨٠ تنه خوشې شول.

بلخوا د افغانستان حکومت وايي چې دوى بين الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتو دي او  اوس دا طالبانو پورې اړه لري چې ژر يې پيل کړي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته وويل چې مرکچي پلاوى چمتو دى او  لوجستيکي کارونه يې هم بشپړ او ترسره شوي دي.

بلخوا د بين الافغاني مذاکراتو د پيل پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر د قطر دلومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد ويلي، چې حنيف اتمر د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره د ټيلېفون پر ليکه دغه خبرې تېره ورځ کړې دي.

نوموړي زياته کړې:"په دې اړيکه کې د لويې جرګې پرېکړو،د دغو پرېکړو پر اساس د افغان حکومت اقداماتو، د بنديانو خوشي کولو، له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت د مذاکراتو په هکله چې په قطر کې پيلېږي او د دوه اړخيزو اړيکو پر اهميت  خبرې وکړې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.