کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۵۱ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٢٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٠٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٥ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۵۱ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٥ په هرات، اته په غور او يوه-يوه هم په بلخ او بادغيس ولايتونو کې دي.
سرچينه وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې کوم کس د کرونا ويروس د ازمايلو په موخه د کابل لابراتوارونو ته مراجعه نه ده کړې نو په دغه موده کې په پلازمېنې کابل کې کومه مثبته پېښه هم نه ده ثبت شوې.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په کچه کوم کس له دغه ناروغۍ څخه بېرته ښه شوى هم نه دى او د تېرې ورځې د ارقامو له مخې تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۷۱۶۶ کسان له کرونا ويروس څخه بېرته جوړ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يو کس د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٧٠ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن