ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ددولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه په يوه بريد کې ټپي شوه

ددولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه په يوه بريد کې ټپي شوه

author avatar
15 Aug 2020 - 09:09
ددولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه په يوه بريد کې ټپي شوه
author avatar
15 Aug 2020 - 09:09

کابل (پژواک، ٢٥  زمرى ٩٩) : ددولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کابل - پروان پر لويه لاره په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوې ده.

ددولت  د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزي د شپې ناوخته پخپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې ماښام مهال د پروان پر لويه لاره د کابل د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو کسانو پر فوزيه کوفي بريد کړى و.

هغه زياته کړې چې په دې بريد کې ميرمن کوفي برسېرن ټپي شوې او روغتيايي حالت يې له اندېښنې بهر دى.

ستانکزي ويلي چې امنيتي ارګانونو دپېښې په اړه پلټې پيل کړې دي.

د ملي امنيت شورا  يوه لوړ پوړي چارواکي کبير حقمل هم په ټويټر کې ددې پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي چې دوى له مېرمن کوفي سره په اړيکه کې دي او هر ډول همکاري ورسره کوي.

ګڼ شمېر دولتي چارواکو او سياسيونو پر مېرمن کوفي بريد غندلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.