د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جګړې د قربانيانو يوشمېر وارثينو د سولې پروسه کې ونډه وغوښته

د جګړې د قربانيانو يوشمېر وارثينو د سولې پروسه کې ونډه وغوښته

Aug 15, 2020 - 15:17

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): د جګړې د قربانيانو يو شمېر وارثين د سولې له روانې پروسې هرکلي کوي، خو غوښتنه کوي چې دوی ته هم په دغه پروسه کې ونډه ورکړل شي.

نن د جګړې د قربانیانو شاوخوا ۳۰۰ وارثین د کابل په غازي لوبغالي کې راټول شوي وو او د جګړې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت او جګړې د بنديدو لپاره ريښتنې هڅې وکړي.

دغه ناسته د شهيدانو د وارثينو او جګړې د قربانيانو د ملي ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

د يادې ټولنې مشر نداالحق شملزي وويل چې افغانستان کې ګڼ شمېر خلک د جګړې د قربانیانو وارثان دي او له حکومت څخه د سولې روانې پروسې وضاحت او په دغه پروسه کې د پوره ونډې ورکولو غوښتنه کوي. 

يوه نهه کلن ماشوم نصرت الله چې په جګړه کې د خپل وژل شوي پلار انځور یې ورسره و، وویل چې پلار یې د ملي امنيت سرتېری و او څو کاله مخکې په جګړه کې وژل شوی دی.

ده وویل: "موږ سوله غواړو، موږ اوربند غواړو."

د نننی غونډې یوې ګډونوالې او د کونړ ولايت اوسېدونکې برېښنا وويل چې دوه يې د تره لمسيان او دوه يې هم د تره زامن په جګړو کې وژل شوي دي.

هغې زياته کړه:"موږ د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، درد مو ليدلی؛ د سولې د خبرو پر مهال بايد د نورو کسانو تر څنګ د شهيدانو وارثينو ته هم ونډه ورکړل شي، څو خپل نظر وړاندې او له خپلو حقونو دفاع وکړي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan