کندوز ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې د وظيفيوي غفلت له امله د دغه ولايت د درېيمې حوزې آمر، د ملي امنيت مدير او د همدغې ناحيې د ښاروالۍ مدير له دندو ګوښه کړاى شوي دي.
د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال د زمري په ٢٥مه رسنيو ته وويل چې مکافات او مجازات خپل کاري لومړیتوب ګڼي او دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه وايي: ((ماته وظیفوي غفلت، په دندو کې بې غوري او له قانون څخه سرغړونه د منلو نه ده.))
والي زياتوي چې دوه شپې وړاندې د کندوز ښار د درېیمې حوزې اړوند (سرآسیاب شرکت) په سیمه کې د سرحدي ځواکونو په لیکو کې برحاله ښځينه افسره ناپېژانده وسله والو د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې وژلې ده.
د نوموړي په وينا، که څه هم د يادې ښځينه افسرې په نښه کېدو په اړه کشفي معلومات موجود وو، خو له بده مرغه چې د دغې پېښې د مخنیوي لپاره مسوولینو هېڅ راز اقدام نه دی کړی.
ده وويل چې په ياده پېښه کې د وظيفيوي غفلت له امله يې د کندوز ښار د درېيمې حوزې آمر څارمن سيد منصور هاشمي، د همدې حوزې د ملي امنيت مدير بشيراحمد او د همدې ناحيې د ښاروالۍ مدير له دندو ګوښه کړي دي.
خو بل لورته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني پژواک ته وويل چې د درېيمې حوزې آمر اوس هم په خپله دنده کې برحاله دى.
هغه وايي: ((ولايت اعلاميه ورکړې خو زه پرې خبر نه يم، دا سړى اوس هم وظيفه کې دى، زه په دې اړه د کورنيو چارو له وزير سره خبرې کوم.))
امنيه قوماندان داهم وويل چې د سالمې حکومتولۍ لپاره د مکافاتو او مجازاتو اصل بايد پياده شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن