د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان د سولې د خبرو او طالب بندیانو په اړه د حکومت دریځ له واقعیتونو لرې بولي

طالبان د سولې د خبرو او طالب بندیانو په اړه د حکومت دریځ له واقعیتونو لرې بولي

Aug 15, 2020 - 15:15

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): طالبان وایي، د سولې خبرې او د مذاکراتو پيل له ټولو خواوو د ښه نیت او رښتینولۍ غوښتنه کوي، پروپاګنډ کول، بې مورده څرګندونې او پارونکې خبرې د هيڅ لوري په ګټه نه تمامیږي.

مشورتي لویې جرګې چې د روانې زمري میاشتې په ۱۷مه پرېکړه وکړه چې ۴۰۰ هغه طالب بندیان دې هم خوشي شي چې ولسمشر یې د خوشي کولو واک نه لري. جرګې ټینګار وکړ چې د دغو بندیانو تر خوشي کېدو وروسته دې ژر د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د دغو زندانیانو د خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړ او په پام کې وه چې ډېر ژر دغه بندیان خوشی او د سولې خبرې پیل شي، خو تر اوسه له یادو بندیانو یواځې ۸۵ خوشي شوي دي.

غني تېره ورځ ویلي چې د دغو بندیانو خوشي کول افغانستان او نړۍ ته ګواښ دی او ده په دغه کار سره افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره درنه بیه پرې کړې ده. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدغو څرګندونو ته په اشارې وایي، له څو ورځو راهيسې د حکومت چارواکي د سولې د مذاکراتو د پيل او د طالبانو د بندیانو په اړه د واقعیتونو پرخلاف دريځ نیسي.

هغه وایي، چې طالبان د هېڅ کوم بهرني هېواد لپاره ګواښ نه وو او نه دي.

دغه راز د مجاهد په وینا، دوه ورځې وړاندې د ولسمشر یوه سلاکار وویل چې د مذاکراتو په بهیر کې د "بین الافغاني" کلمه ناسمه استعمالیږي او ګواکې خبرې به د حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

د ده په خبره، دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان حکومت د کوم نظام په صفت نه پېژني.

د طالبانو ویاند د ولسمشر غني او د هغه د سلاکار خبرو ته په اشارې زیاتوي:«د مذاکراتو په درشل کې دا ډول بې مسوولیته څرګندونې ښکاره کوي چې د کابل اداره لاهم لګیا ده د سولې په وړاندې خنډونه پيدا کوي او غواړي د پروپاګنډ په وسیله په نړیواله سطحه پارونه وکړي.»

مجاهد وایي:«موږ د هغو مذاکراتو پيل منو او تیاری ورته لرو، چې د دوحې په تاریخي تړون کې تسجیل شوي او هغه بین الافغاني مذاکرات دي چې ټول افغان متنازع جهتونه احتوا کوي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقى په دې اړه وایي، غوره ده چې طالبان د ننني افغانستان واقعیتونه درک کړي.

دی وایي چې د طالبانو اصلي لورى د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی چې د افغانستان له اکثریت وګړو استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو لټول او د وخت د ضایع کولو تکتیک دی. 

صدیقی وایي: « د طالبانو د خطرناکو بندیانو له خوشي کېدو وروسته طالبانو ته هيڅ پلمه نه ده پاتې. د دې وخت رارسېدلی ترڅو دغه ډله چې زموږ د خاورې د هیڅ برخې استازولي نه شي کولای، له تاوتریخوالیو لاس واخلي او د جګړې د پای لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني.»

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan