ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي خو بل احتمالي پړاو ته یې چمتوالی نیول شوی

افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي خو بل احتمالي پړاو ته یې چمتوالی نیول شوی

author avatar
16 Aug 2020 - 16:24
افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي خو بل احتمالي پړاو ته یې چمتوالی نیول شوی
author avatar
16 Aug 2020 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۶زمرى ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د احتمالي دویم پړاو ته په داسې حال د چمتوالي خبر ورکوي، چې مخکې به د دغه ویروس له هرو سلو مشکوکو پېښو ۶۰ سلنه مثبتې وې، خو اوس دغه شمېر لس برابره رالوېدلی دی.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه شاوخوا پنځه نیمې میاشتې مخکې ثبت شوه. افغانستان کې تر اوسه د دغې ناروغۍ ۳۷۵۹۹ مثبتې پېښې روغتونونو کې ثبت شوې دي.

 د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې تراوسه ۱۳۷۵ کسان مړه او ۲۷۲۲۳ نور روغ شوي دي. خو یوه سروې ښيي چې هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر لس میلیونه اوښتی دی.

څه موده مخکې هېواد کې د دغې ناروغۍ د مثبتو ورځنیو ثبت شویو پېښو شمېر نږدې تر زرو تنو ورسېد، خو اوس ورځ تر بلې دغه شمېر مخ پر کمېدو دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٨ يې مثبتې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې پخوا به  د دغه ویروس د مشکوکو پېښو تر ۶۰ سلنه مثبتې وې.

دی وایي چې په مني او یا ژمي کې د دغې ناروغۍ د دویم ځل احتمالي خپرېدو د چمتوالي په موخه ۵۶۰ د تنفس الې چمتو شوي چې یو شمېر یې ۱۳ ولایتونو ته استول شوي او نورو ولایتونه ته هم استول کیږي. 

سمسور په نننې خبري ناسته کې وویل چې تېرکال په هېواد کې ۳۱۵ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي وو او له امله یې ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي وو، خو سږکال ددغې ناروغۍ ۱۰۲ پېښې ثبت شوي او له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.