کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د کانونو او پټروليم وزارت وایي، د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د طبیعي ګازو څاه د کیندنې کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول او د استخراج لپاره چمتو شو.
د دغه وزارت سرپرست هارون چخانسوري د زمري په ٢٦مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده چې نږدې ۴۰ کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
هغه زياته کړې، د دې څاه ژوروالی ۱۶۰۰متره دی او له ایستل شوي ګاز به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کوونکو اړتیاوې پوره شي.
له دې مخکې د روان کال په پیل کې په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو استخراج د یوې بلې څاه کارونه بشپړاو ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو دوو څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا ۳۰۰زره متر مکعبو ته لوړ شي چې په پایله کې به یې پر پانګوالو د ګازو له خرڅلاو نه د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا ۸ میلیونه ډالر زیاتوالی راشي.
د چخانسوري په وینا، د یادو دوو څاګانو کیندنې د تخنیکي، فني او امنیتي برخو په پلي کولو کې شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه مساعده شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن