فیروزکوه (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ طالبانو نیولې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه په دغه ولایت پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او تر نن ماسپښین پورې د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه وه.
نوموړي وايي چې دولتي ځواکونه د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له ودانیو وتلي او شاتګ یې کړی دی.
د سرچینې په خبره چې اوس د ولسوالۍ په ځینو برخو کې جګړه روانه ده او یوازې د ملي امنیت او سیمه ییزې اردو سرتېري له طالبانو جګړه کوي.
د دې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي هم تاییدوي چې دغه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
د غور د دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم پژواک ته وویل چې د مرغاب ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو کسانو سره د دې ولسوالۍ مرکز ته ورغلي چې درې کسان یې وژل شوي او پنځه ټپیان دي.
د غور د سیمه ییزې ادارې او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د غور د عامه نظم د درېیمې لوا کنډک قوماندان محمود اندرابي وايي چې امنیتي ځواکونو د مرغاب ولسوالۍ مرکز پرېيښی او په سنګرونو کې په دفاعي حالت کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن