ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ د غور د کرنې ریاست: طبي بوټي د ورکېدو په حال کې دي

​ د غور د کرنې ریاست: طبي بوټي د ورکېدو په حال کې دي

author avatar
17 Aug 2020 - 14:09
​ د غور د کرنې ریاست: طبي بوټي د ورکېدو په حال کې دي
author avatar
17 Aug 2020 - 14:09

فېروزکوه ( پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): په غور کې د طبي بوټو خرڅلاو په داسې حال کې بازار پیدا کړی او د یو شمېر خلکو لپاره د درامد سبب شوي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ځینو دغو بوټو د احتمالي ورکېدو خبر ورکوي.

هنګ، شېرین بویه، یام، کاکوټي او زیره په غور کې له طبیعي بوټو څخه دي چې په دغه فصل کې ښه حاصلات لري او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هغه راټولوي او پر سوداګر یې پر ښه بیه پلوري.

د فېروزکوه ښار په څنډه د بهاري کلي یوه بزګر جمعه خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ورځو کې د «یام» په راټولولو بوخت دی.

هغه په داسې حال چې ویل یې په ورځ کې شاوخوا پنځه کیلوګرامه یام راټولوي، زیاته کړه: «د ورځې بایان بند (سیا کوه) ته ځم او یام راټولوم، بیایې راوړم او پلورم یې، وروسته هغه پسابند ته وړي او نپوهېږم چې له هغه ځایه یې چېرته وړي. هره کیلو یام له موږ څخه په دوسوه افغانۍ پېرې.»

«یام» یا شېرین کچالو، په غور ولایت کې یو له طبیعي بوټو دی، بیروني پوست یې قهوه یي او غوښه یې سپینه ده چې ویټامینونه لري او ډېرې ګټې په کې دي.

د فېروزکوه ښار د اهنګرانو کلي یو اوسېدونکی عبدالجبار وایي چې طبي بوټي د سیاکوه له لمنو راټولوي او وروسته پر سوداګرو پلوري.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې له دغه کار څخه ښه عاید ترلاسه کوي، زیاته کړه: «هره ورځ مې له زامنو سره د غره لمنې ته ځم، شېرین بویه او یام راټولوو، د فېروزکوه ښار په اهنګرانو بازار کې سوداګر دی چې دغه بوټي له موږ نه په ډېره ښه بیه پېري.»

نوموړی چې د بوټو د پلور بیې په اړه څه نه وایي، وویل: «همدغه بوټي دي چې زموږ ژوند راڅرخوي، ښه عاید لاس ته راوړو، موږ هېڅ فکر نه کاوه چې زموږ په غرونو کې به داسې ارزښت لرونکي بوټي موجود وي.»

د هغه په خبره، د غور لسګونه اوسېدونکي د طبي بوټو په راټولولو بوخت دي او له همدې لارې ښه عاید هم لري.

هغه کسان چې دغه بوټي د غور له اوسېدونکو پېري، د فېروزکوه ښار په اهنګرانو بازار کې دي.

هغه کس چې دغه پوټي پېري او نه غواړي چې نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل: «موږ څو کسان همدغه کار کوو، طبي بوټي د غور له اوسېدونکو په ډېره ښه بیه پېرو او پاکستان ته یې وړو او هلته یې په لوړه بیه پلورو.»

هغه زیاته کړه: «زموږ یوه ډله چې بوټي راټولوي، بله ډله مو دغه بوټي پېري او درېیمه ډله راټول شوي بوټي پاکستان او ایران ته وړي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.