ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور والي د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ

د غور والي د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ

author avatar
19 Aug 2020 - 15:13
د غور والي د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ
author avatar
19 Aug 2020 - 15:13

فېروزکوه (پژواک، ۲۹ زمري ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرغاب ولسوالي بېرته له وسله ولو طالبانو نیولې ده.

طالبانو دوه ورځې وړاندې د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ نیولې وه.

د دغه ولایت والي نورمحمد کوهنورد پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو تېر ماښام د مرغاب ولسوالۍ ټولې برخې ونیولې.

هغه زیاته کړه: «له دوو اوونیو راهیسې د طالب وسله وال د سولې په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره په غور کې تبلیغات کوي، همدغه سیمه چې تاسو یې وینئ، د سمک سیمه ده، د سمک سیمه د مرغاب په نوم نومول شوې ده، زه له دې امله دلته راغلی یم چې په دې څو ورځو کې رواني جګړه ده چې طالبان راغلي ټولو خلکو ته معلومه ده، طالبانو د سولې د مذاکراتو او اوربند له پیل وړاندې د دې لپاره چې امتیاز واخلي، په دوو اوونیو کې یې رواني جګړه په لاره اچولې ده، هغوی غواړي چې له همدې لارې یوه لاسته راوړنه ولري او له قوي موضع نه د سولې مذاکراتو ته وړاندې شي.»

د غور والي زیاتوي چې طالبان له امنیتي ځواکونو سره نور د جنګ توان نه لري او باید له دولت سره سوله وکړي.

بلخوا د غور ولایت د امنیتې قوماندانۍ د امنیت امر وحیدالله نظامي هم وایي چې هغوی د مرغاب ولسوالۍ ټولې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ راغلي یو هغه نقطو چې مخکې یې ستونزه پیدا کړي وه دویم ځلي مو ونیولې هېڅ ستونزه نه شته موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې نور طالبان نه شي کولای ډېر لږ ځای هم ونیسي.»

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی عطامحمد دهقانپور هم د جګړې کرښې ته تللی او له طالبانو غواړي چې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي او سوله وکړي.

هغه زیاته کړه: «له طالبانو غواړو چې راشي سوله وکړي جګړه پرېږدي ځکه جګړه د حل لار نه دی هغوی په جګړه کې نه بریالي کېږي څلوېښت کاله وشول جګړه وشوه او جګړه له تباهۍ پرته نور هېڅ شی نه دي. غواړو چې راشي د سولې خبروته حاضر شي له دولت سره سوله وکړي.»

خو د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې یوازې حکومت ونه شو کولای د ولسوالۍ تعمیر ونیسي او طالبان تراوسه د پولیسو په قومانداني کې ځای پر ځای دي.

بلخوا د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د طالبانو او دولت تر منځ جګړه کې دوی ته زیان اوښتی دی او په دغه څو ورځو کې نه دي توانېدلي خپلو کښتونو ته رسېدنه وکړي.

عبدالبصیر وایي: «هره ورځ کور جوړوو او کورونه مو دویم ځلي خرابېږي جګړه کوي او زموږ له کورونو سنګر جوړوي او تخریبوي یې، هر څه مو په جګړه کې له منځه ولاړل، له دولته غواړو چې یا راشي حکومت وکړي او یا هم موږ د طالبانو همدغه بدبختیو ته یوازې پرېږدي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.