ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې چاودنې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پلخمري کې چاودنې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
19 Aug 2020 - 14:03
پلخمري کې چاودنې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
19 Aug 2020 - 14:03

پلخمري (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ملي امنيت د منسوبينو پر موټر د ماين چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د والي وياند نذير نجم د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په پلخمري ښار کې د ملي امنيت د منسوبينو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وويل چې په دې چاودونه کې د ملي امنيت دوه منسوبين وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نجم په وينا، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دغه راز د بغلان په ولايتي روغتون کې يوې روغتيايي سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوه جسدونه او ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.

سرچينې وويل چې په ټپيانو کې دوه يې ملکي وګړي او پاتې نور د ملي امنيت منسوبين دي.

بل لور ته د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.