هرات ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): د افغانستان د زعفرانکارنو ټولنې مسوولین وایي چې په روان کال کې شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شوي زعفران بهر ته له صادرېدو پاتې دي.
د یادې ټولنې رییس بشیراحمد رشیدي په هرات کې د زعفرانو صنعت د مخ پر ځوړ له حالته خبر ورکړ او ویې ویل، سږ کال په هېواد کې ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي، خو لا هم تر ۸ ټنه ډېر له زعفرانکارانو او تولیدي شرکتونو سره پاتې دي او بهر ته صادر شوي نه دي.
رشیدي بهر ته د شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شوو زعفرانو د نه صادرېدو لامل کرونایي ناورین، د الوتنو لغوه کېدل او د حکومت نه پاملرنه بولي.
د هغه په خبره، په تېرو درېیو میاشتو کې د زعفرانو تولیدي شرکتونه او زعفرانکاران ونه توانېدل چې تولید شوي زعفران یوازې کابل ته واستوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې که حکومت د زغفرانو صادراتو ته بهرنی بازار پیدا نه کړي، دغه صنعت به له ځوړ سره مخ شي.
هغه وویل: «دغه فصل چې د تېرېدو په حال کې دی، نږدې ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي او له دې اندازې زعفرانو په پوره جرئت ویلی شم چې د ۵۰ تر ۶۰ سلنه زعفران مو نه دي صادر کړي او له پلورونکو او شرکتونو سره پاتې دي.»
په هرات کې د زعفرانو یو شمېر پلورونکي او تولیدوونکي هم د زعفرانو د پلور بازار د نه شتون له امله اندېښمن دي او وایي، په هغه صورت کې چې د دولت له خوا د زعفرانو د پلور لپاره بهرنی بازار پیدا نه شي، ټول تولیدوونکي او شرکتونه به زیانمن شي.
هغوی ټینګار کوي چې زعفرانو صنعت ته د حکومت نه پاملرنه د زعفرانکارانو د ناهیلۍ سبب شوې ده.
د زعفرانو د یوه شرکت مسوول نثار احمد پژواک ته وویل: «له بده مرغه سږ کال زعفران له موږ سره پاتې دي، موږ ۲۵۰ کیلو زعفران وپېرل خو مرزونه تړلي او ومو نه شو کولای صادر یې کړو.»
په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي وایي، د سږ کال تولید شوي زعفران له بزګرانو سره پاتې دي.
د نوموړي په خبره، ښایي زعفران د کرونا ناورین له امله د شرکتونو له خوا بهر ته نه وي صادر شوي، خو له څو ورځو راهیسې د ځینو شرکتونو د زعفرانو صادرات پیل شوي دي.
هغه وایي، په هغه صورت کې چې زعفران په سمه توګه وساتل شي، تر دوو کلونو پورې نه خرابېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن