ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرستاني کډوال: که افغان حکومت مرسته نه کوي، موږ دې بېرته خپلو سيموته ولېږي

وزيرستاني کډوال: که افغان حکومت مرسته نه کوي، موږ دې بېرته خپلو سيموته ولېږي

author avatar
20 Aug 2020 - 15:25
وزيرستاني کډوال: که افغان حکومت مرسته نه کوي، موږ دې بېرته خپلو سيموته ولېږي
author avatar
20 Aug 2020 - 15:25

خوست ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): خوست کې مېشت د وزيرستاني کډوالو يو شمېر مشران وايي که افغان حکومت ورسره مرستې نه شي کولی، نو پاکستان ته دې د بېرته تګ لپاره ورته زمينه برابره کړي.

دغو مشرانو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، نن د «زمري ۳۰مه» ددغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.

هغو خپلو خبرو کې ويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې ورسره نه مرستدويه ادارو او نه هم افغان حکومت کومه مرسته کړې ده.

دوی وويل، که افغان حکومت او يا مرستندويه ادارې ورسره له مرستې کولو عاجز وي، نو پاکستان ته د تګ لپاره دې ورته زمينه برابره کړي، ځکه د هغوی په وينا، چې دلته يې ژوند ورځ تربلې سختيږي.

د ملک حبيب خان په نوم د وزيرستاني کډوالو يو مشر وايي: ((دا خلک مرستو ته ډېره اړتيا لري، ځکه په کې کونډې، يتيمان، معيوبين شامل دي، موږ دلته پوله پټۍ او خپل کور نه لرو، يا بل کوم تجارت نه لرو. د افغان حکومت نه هيله لرو چې زموږ غوښتنې په پام کې ونيسي.))

د خان محمدرسول په نوم د وزيرستاني کډول بل مشر وايي، له کله نه چې دوی له شمالي وزيرستانه خوست ته راکډه شوي، تر نن ورځې پورې يې د افغان دولت او مرستندويه ادارو په مرستو ګُذاره روانه وه.

د هغه په وينا، دا چې اوس ورباندې مرستې بندې شوي نو دوی ډېر مشکلاتو کې دي، ځکه د ضرب غضب پوځي عملياتو کې هرې کورنۍ لکونه پاکستانۍ کلدارې مالي زيان ليدلی.

دی وايي: ((په هر سړي باندې، پنځه لکه، شپږ لکه، لس لکه کلدارې قرضې دي، ټول په قرضو چليږو. د هر ځای نه چې راغلي يو کډوال راغلي يو، نو موږ سره دې کومک وشي، چې نه کيږي موږ ته دې لار خلاصه کړي، بېرته مېرانشاه ته ځو.))

د حکيم خان په نوم يو بل وزيرستاني کډوال پژواک اژانس ته وويل، مخکې به ورسره هره مياشت مرسته کېدله چې وروسته يې د درې مياشتو يو ځای ورکوله، خو اوس دا دی څلور مياشتې تېريږي چې هيڅ يې هم په سترګو نه دي ليدلي.

د هغه په وينا، په دې ډول يې ژوند ډېر ګران دی او غوښتنه کوي چې دوی سره دې په وخت مرستې وشي.

دى زياتوي: ((ددرېيو مياشتو مرسته راشي، شپږ مياشتې نه وي. په دې باندې ددې خلکو وخت نه تېريږي او بيا بايد د غلام خان لار ددې خلکو پر مخ باندې خلاصه شي چې مرسته نه کيږي، چې خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي.))

پژواک هڅه وکړه چې ددغو وزيرستانيانو غوښتنې ددغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له رييس سره هم شريکې کړي، خو ونه توانېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.