د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سوداګر زعفرانو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

سوداګر زعفرانو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

Aug 20, 2020 - 11:50

هرات ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): د افغانستان د زعفرانکارنو ټولنې مسوولین وایي چې په روان کال کې شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شوي زعفران بهر ته له صادرېدو پاتې دي.

د یادې ټولنې رییس بشیراحمد رشیدي په هرات کې د زعفرانو صنعت د مخ پر ځوړ له حالته خبر ورکړ او ویې ویل، سږ کال په هېواد کې ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي، خو لا هم تر ۸ ټنه ډېر له زعفرانکارانو او تولیدي شرکتونو سره پاتې دي او بهر ته صادر شوي نه دي.

رشیدي بهر ته د شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شوو زعفرانو د نه صادرېدو لامل کرونایي ناورین، د الوتنو لغوه کېدل او د حکومت نه پاملرنه بولي.

د هغه په خبره، په تېرو درېیو میاشتو کې د زعفرانو تولیدي شرکتونه او زعفرانکاران ونه توانېدل چې تولید شوي زعفران یوازې کابل ته واستوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که حکومت د زغفرانو صادراتو ته بهرنی بازار پیدا نه کړي، دغه صنعت به له ځوړ سره مخ شي.

هغه وویل: «دغه فصل چې د تېرېدو په حال کې دی، نږدې ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي او له دې اندازې زعفرانو په پوره جرئت ویلی شم چې د ۵۰ تر ۶۰ سلنه زعفران مو نه دي صادر کړي او له پلورونکو او شرکتونو سره پاتې دي.»

په هرات کې د زعفرانو یو شمېر پلورونکي او تولیدوونکي هم د زعفرانو د پلور بازار د نه شتون له امله اندېښمن دي او وایي، په هغه صورت کې چې د دولت له خوا د زعفرانو د پلور لپاره بهرنی بازار پیدا نه شي، ټول تولیدوونکي او شرکتونه به زیانمن شي.

هغوی ټینګار کوي چې زعفرانو صنعت ته د حکومت نه پاملرنه د زعفرانکارانو د ناهیلۍ سبب شوې ده.

د زعفرانو د یوه شرکت مسوول نثار احمد پژواک ته وویل: «له بده مرغه سږ کال زعفران له موږ سره پاتې دي، موږ ۲۵۰ کیلو زعفران وپېرل خو مرزونه تړلي او ومو نه شو کولای صادر یې کړو.»

په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي وایي، د سږ کال تولید شوي زعفران له بزګرانو سره پاتې دي.

د نوموړي په خبره، ښایي زعفران د کرونا ناورین له امله د شرکتونو له خوا بهر ته نه وي صادر شوي، خو له څو ورځو راهیسې د ځینو شرکتونو د زعفرانو صادرات پیل شوي دي.

هغه وایي، په هغه صورت کې چې زعفران په سمه توګه وساتل شي، تر دوو کلونو پورې نه خرابېږي.

هغه وویل: «په همدې ورځو کې هره ورځ د کرنې ریاست له خوا د زعفرانو شرکتونو ته دوه تر درېیو سرټیفکیټونه وېشل کېږي او په همدې ورځو کې د ورځې له لسو تر پنځلسو شرکتونه راځي او صادرات لري.»

د هرات د کرنې ادارې مرستیال وایي، د زعفرانو د صادراتو لپاره د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور رول لري او د سرحدونو له پرانیستلو او بهرنیو الوتنو له پیل سره به دغه ستونزه حل شي.

د یادونې ده، د افغانستان په کچه ډېر زعفران په هرات ولایت کې تولیدېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan