د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وزيرستاني کډوال: که افغان حکومت مرسته نه کوي، موږ دې بېرته خپلو سيموته ولېږي

وزيرستاني کډوال: که افغان حکومت مرسته نه کوي، موږ دې بېرته خپلو سيموته ولېږي

Aug 20, 2020 - 15:25

خوست ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): خوست کې مېشت د وزيرستاني کډوالو يو شمېر مشران وايي که افغان حکومت ورسره مرستې نه شي کولی، نو پاکستان ته دې د بېرته تګ لپاره ورته زمينه برابره کړي.

دغو مشرانو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، نن د «زمري ۳۰مه» ددغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.

هغو خپلو خبرو کې ويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې ورسره نه مرستدويه ادارو او نه هم افغان حکومت کومه مرسته کړې ده.

دوی وويل، که افغان حکومت او يا مرستندويه ادارې ورسره له مرستې کولو عاجز وي، نو پاکستان ته د تګ لپاره دې ورته زمينه برابره کړي، ځکه د هغوی په وينا، چې دلته يې ژوند ورځ تربلې سختيږي.

د ملک حبيب خان په نوم د وزيرستاني کډوالو يو مشر وايي: ((دا خلک مرستو ته ډېره اړتيا لري، ځکه په کې کونډې، يتيمان، معيوبين شامل دي، موږ دلته پوله پټۍ او خپل کور نه لرو، يا بل کوم تجارت نه لرو. د افغان حکومت نه هيله لرو چې زموږ غوښتنې په پام کې ونيسي.))

د خان محمدرسول په نوم د وزيرستاني کډول بل مشر وايي، له کله نه چې دوی له شمالي وزيرستانه خوست ته راکډه شوي، تر نن ورځې پورې يې د افغان دولت او مرستندويه ادارو په مرستو ګُذاره روانه وه.

د هغه په وينا، دا چې اوس ورباندې مرستې بندې شوي نو دوی ډېر مشکلاتو کې دي، ځکه د ضرب غضب پوځي عملياتو کې هرې کورنۍ لکونه پاکستانۍ کلدارې مالي زيان ليدلی.

دی وايي: ((په هر سړي باندې، پنځه لکه، شپږ لکه، لس لکه کلدارې قرضې دي، ټول په قرضو چليږو. د هر ځای نه چې راغلي يو کډوال راغلي يو، نو موږ سره دې کومک وشي، چې نه کيږي موږ ته دې لار خلاصه کړي، بېرته مېرانشاه ته ځو.))

د حکيم خان په نوم يو بل وزيرستاني کډوال پژواک اژانس ته وويل، مخکې به ورسره هره مياشت مرسته کېدله چې وروسته يې د درې مياشتو يو ځای ورکوله، خو اوس دا دی څلور مياشتې تېريږي چې هيڅ يې هم په سترګو نه دي ليدلي.

د هغه په وينا، په دې ډول يې ژوند ډېر ګران دی او غوښتنه کوي چې دوی سره دې په وخت مرستې وشي.

دى زياتوي: ((ددرېيو مياشتو مرسته راشي، شپږ مياشتې نه وي. په دې باندې ددې خلکو وخت نه تېريږي او بيا بايد د غلام خان لار ددې خلکو پر مخ باندې خلاصه شي چې مرسته نه کيږي، چې خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي.))

پژواک هڅه وکړه چې ددغو وزيرستانيانو غوښتنې ددغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له رييس سره هم شريکې کړي، خو ونه توانېد.

بل پلو د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو سره دحکومت له خوا د مرستندويه ادارو پرمټ وخت پر وخت مرستې ترسره شوې دي.

د هغه په وينا، يادو کډوالو سره پر وخت او پر ځای مرستې رسولو په موخه يې د هغوی غوښتنې له اړونده حکومتي او مرستندويه ادارو سره شريکې کړې دي.

دی زياتوي: ((زموږ هڅه همدا ده چې د شمالي وزيرستان د کډوالو لپاره مرستې را جلب کړو چې د نړيوالو خيريه موسسو او ترڅنګ يې مرکزي ادارو څخه غوښتنه شوې او دوی ته مو احوال ور استولی دی او ډاډه يو، چې په نږدې راتلونکي کې به له دوی سره مرستې وشي.))

د شمېرو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې د وزيرستاني کډوالو ۸۵۰۰ کورنۍ مېشتې دي، چې زياتره يې د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په کمپ کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan