کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د باعزته سولې لپاره يې ټول شرايط چمتو کړي او پر وړاندې يې پراته خنډونه له منځه وړي دي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د هېواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کالیزې په مناسبت، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمريناتو پر مهال په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ١٠١ مې کاليزې په مناسبت مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر امنيتي ځواکونو ته ويلي چې ټول ملت پر تاسو وياړي او ستاسو ترڅنګ ولاړ دى، ځکه د سولې مشورتي لويې جرګې لومړنۍ غوښتنه ستاسو تجهيز، تاسو ته لا زياته پاملرنه او ستاسو ښه پالنه وه.
نوموړي دداعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې دامنيتي ځواکونو د مېړانې ستاينه کړې او ويلي يې دي چې افغان ځواکونو له نړيوالو ترهګرو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
ولسمشر غني ويلي : (( د خپلواکۍ ورځې نمانځل ځکه موږ ته ارزښت لري ، څو د افغانستان دښمنانو او ترهګرو ته ورياده کړو چې افغانان ستر ملت دى او هر يرغلګر ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى. ))
د سولې په تړاو هغه زياته کړې چې باعزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلو کوښښونو او غښتلې اراده يې د افغانستان سوله په ملي، منطقوي او بين المللي بحث بدله کړه.
اشرف غني ويلي : (( د باعزته سولې لپاره مو ټول شرايط اماده کړي. موږ د سولې په برخه کې نه يوازې خپله اراده او ژمنتيا ښودلې، بلکې عملي هڅې او اقدامات موکړي. د طالب زندانيانو ازادول او د سولې مشورتي لويې جرګې جوړول زموږ د هڅو غوره بېلګې دي.))
د هغه په وينا، سوله چې الهي امر او د ولس له لويو هيلو او ملي ارمانونو څخه ده، او په همدې خاطر يې څوځله د طالبانو ډله باندې غږ کړی چې دايمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره مخامخ مذاکرات پيل کړي.
د هغه په وينا، د افغانستان حکومت دسولې په لاره کې ټول اقدامات کړي او پر وړاندې يې ټول خنډونه له منځه وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن