د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرکټ بورډ د غړي په توګه د محمد نبي ټاکل پوښتنې راولاړې کړې

د کرکټ بورډ د غړي په توګه د محمد نبي ټاکل پوښتنې راولاړې کړې

Aug 21, 2020 - 16:32

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۹) : د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د بورډ د ممبر یا غړي په توګه د ملي لوبغاړي محمد نبي ټاکل یو لړ پوښتنې راولاړې کړې دي، خو د کرکټ بورډ مشر وایي چې دا کار د کرکټ د نړیوالې شورا له قوانینو خلاف نه دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون د بورډ نور نوي غړي  وټاکل چې پکې فریدون الهام، هارون میر، حسینه ساپۍ، روح الله خانزاده  او ملي لوبغاړی محمد نبي شامل دي، ضیاء الحق امرخیل ، عبدالرحمن الکوزی او ګلالۍ نور ساپی لا دمخه د بورډ غړي وو.

د کرکټ بورډ دغړو دنده اړونده ادارې ته په بیلا بیلو برخو کې مشورې کول دي او د کرکټ ادارې په کلنۍ غونډو کې ګډون کوي.

د کرکټ یو شمیر څارونکي او مینه وال نیوکه کوي چې یو ملي لوبغاړی څه ډول د بورډ د ممبر یا غړي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز نړیوالو هم د افغانستان کرکټ بورډ پر دې پریکړې د حیرانتیا څرګندونه کړې ده، د کرکټ مشهورې ویب پاڼې (کریک انفو) په یوه تازه لیکنه کې ویلي : (( د افغانستان کرکټ بورډ په یوه حیرانوونکې پریکړې محمد نبي یې د بورډ غړی ټاکلی دی، په  داسې حال کې چې نبي اوس هم د هیواد لخوا په ملي لوبډله کې لوبیږي.))

کریک انفو زیاته کړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ ددې ټاکنې لامل پخپله هغه خبرپاڼه کې نه ده یاده کړې چې رسنیو ته یې استولې ده.

 د افغانستان کرکټ په داسې حال کې دغه پریکړه کړې چې محمد نبي همدا اوس د ویسټ انډیز په تجارتي شل اووریزو سیالیو کې لوبیږي.

د افغانستان د کرکټ یو تن څارونکی او شنونکی مشتاق رحیم بیا په دې اړه په فیسبوک کې یوه اوږده تحلیلي لیکنه کړې ده.

هغه لیکلي: (( د افغانستان کرکټ بورډ غړي بیا ځلې نوي شول،  دا چې د تازه بورډ غړي څومره په کرکټ پوهیږي او د یادې پوهې په رڼا کې څومره اغیزناک ثابتیدی شي په هغې خبرې نه کوي ،خو خبره د محمد نبي  ده.))

مشتاق رحیم وایي، د افغانستان کرکټ بورډ د یادې ادارې د اساسنامې ۵.۱ مادې پر اساس ولسمشر (Chief Patron) او د بورډ غړو ته ځواب ویونکې/حساب ورکونکې اداره ده. همدا راز، یاده اساسنامه (۱۱.۶ ماده) د بورډ غړي د نورو دندو ترڅنګ د بورډ د چارو څار، د بورډ دپاره د قوانینو، تګلارو او کړنلارو د منظورۍ دنده پر غاړه لري.

د نوموړي په وینا، د بورډ غړی، د اساسنامې سره سم، د بورډ مالي او ادراي چارو څارنه هم کوي. په ټوله کې، د بورډ چیرمین او د هغه کاري ډله (د بورډ غړي) د بورډ د اجراییوي ریس او د هغه د کار ډلې (اداري، تخنکیي کارکونکي او لوبغاړو) په چارو د څار دنده په غاړه لري او په ټوله کې د بورډ د اساسنامې، د هغې د قوانینو، ستراتیژیانو او پالیسیانو په تطبیق ناظره ډله هم ده.

ده زیاته کړې : (( اوس راځو د لوبغاړي د بورډ سره حقوقي اړیکې ته. هر لوبغاړی د کرکټ بورډ سره کلنی تړون په A, B, C  کیټیګریانو کې لاسلیکوي. په بل عبارت لوبغاړی د بورډ قراردادي مامور دی چې دنده یې لوبې کول دي. دغه لوبغاړی د بیلا بیلو لوبډلو لپاره د اجرایوي برخې یوې بلې کار ډلې، ټاکونکې ډلې (Selection Committee)، لخوا د هغه سند سره سم چې د لوبډلې ټاکنې پالیسي وي ټاکل کیږي. د دغه پالیسي او د لوبغاړي د مالي چارو (معاش، سفریه او داسې نور) د مدیریت څار (د بورډ د ټولو مالي چارو په لړ کې) بیا د بورډ د غړو دنده ده. بورډ د اساسنامې ۸.۸ مادې سره سم لوبغاړو د کړنو د تنظیم دنده هم په غاړه لري. ))

هغه وایي : (( زما په اند د یو داسې چا د بورډ د غړي په توګه ټاکل کیدل چې پخپله همهاله د همدغه بورډ تر څار لاندې کار کوي د ګټو تضاد (Conflict of interest) دی. یو کس هم د څار او هم اجرایوي دنده په یو وخت کې نه شي ترسره کولی. لکه څنګه چې د کرکټ بورډ اجرایوي ریس د بورډ غړی نه شي کیدی، همداسې بل هر هغه څوک چې د بورډ د اساسنامې سره سم په دنده ګمارل کیږي د بورډ د غړیتوب حق نه لري. بنا د، ‌دا ډيره ستره حقوقي تيروتنه ده. ))

د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی او پخوانی روزونکی هستي ګل عابد چې د افغانستان کرکټ په ډیرو زحمتونو او خواریو دې ځای ته رسیدلی دی، خو په  دې وروستیو کې کرکټ کې سیاسي لاسوهنې زیات شوی او دغه ملي لوبده یې خرابه کړه.

هغه  پژواک اژانس ته وویل چې ددې دغو سیاسي مداخلو کرکټ ته ډیر زیان ورسولو او مسوولیت یې  د لوړ پوړو دولتي چارواکو په غاړ دی.

عابد وایی چې حکومت په دې وروستیو کې داسې یو وړ کس د کرکټ بورډ مشرتابه لپاره ونه ټاکلو، چې ادارې، ملي لوبډلې او لوبغاړو ته یې خدمت کړی وي، بلکې د شخصي ګټو لپاره یې کار کړی دی.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې ۷۰ زره راجستر شوي لوبغاړي دي ، خو هغوی لپاره هیڅ اقدامات نه دی شوي چې دوی پرمختګ وکړي.

هغه د نبي په اړه وویل چې هغه لوبغاړی دی او همدا اوس په ملي او نړیوالولوبو کې برخه اخلي، خو اوسمهال اداري کارونو ته رسیدنه نه شي کولی.

ده زیاته کړه : (( زه دا نه وایم چې نبي یې وړتیا نه لري، هغه تکړه او فعاله دی، خو هغه باید اوس خپله ټولنه پاملرنه کرکټ ته وکړي، څو هیواد ته لاسته راوړنې ولري.))

د کرکټ کارپوهه او ژورنالیست زبیربابکرخیل وایي چې د کرکټ یو لوبغاړی هیڅکله نه شي کیدای چې د بورډ د ممبر په توګه وټاکل شي، ځکه چې دلته بیا د ګټو ټکر رامنځته کیږي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، کله چې د ګټو ټکر راځي، بیا یو کس نه شي کیدی چې یو لوبغاړی دسسټم یا ادارې برخه وګرځي، ځکه چې دلته تر اوسه په دې برخه کې ډیر حقوقي کار هم نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې د نبي ټاکل په کرکټ اداره کې د ډلو ټپلو د ګټو لپاره شوی، او هڅه شوې چې په دې کار کې معامله وشي.

بابکرخیل وایي چې په هیواد کې نور تکړه فعاله کسان شته چې د افغانستان کرکټ بورډ ته یې په بیلا بیلو برخو کې مشورې ورکړي، خو له بده مرغه د کرکټ اداره دغه کار ونه کړ. 

د کرېکټ لوبډلې یو فعاله لوبغاړی ټيکنیکل اړخه کله هم د بور‌‌‌‌‌‌ډ غړی نشي پاتی کېدی.

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې پخوانی کارکوونکی اوپر کرکټ لوبې تبصره کوونکی بختیار سایل وایي چې د کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو د ټولو چارو څارونکي او نظر ورکونکي ډله ده چې په دې معیار دبورډ یو ممبر هم نه دی برابر.

هغه په فیسبوک کې لیکلي، اوس چې نبي دې برخې ته راغی دا هم د کاذبو سیاستونو یوه برخه ده چې ورسره د لوبغاړو د ډلو ټپلو او د لوبغاړو واک او ځواک یې هم نور هم زیات کړ.

ساحل زیاته کړې : (( وس سلیکټر هم نبي شو، چیرمین هم نبي شو، کوچ هم دی شو او لوبغاړی خو هسې هم دی.))

د هغه به وینا، الله داد نوري، تاج ملوک عالم، دولت احمدزی، رییس احمدزی، هستي ګل عابد، خالقداد نوري، عبدالولي امین، مسعود رحماني، دوست محمد نظري، نورعالم فرید او همدوی ته ورته کسان باید بورډ ممبران شي.

دی وایي، د نړۍ کرکټ په تاریخ هیڅ کله هم داسی ندي شوي چې یو فعاله لوبغاړی دی د خپل هیواد د بور‌‌‌‌‌‌ډ غړی وګرځي

د خیبر تلویزیون ورزشي خبریال عرفان خټک وایي، لوبغاړی د بور‌‌‌‌‌‌ډ پرېکړی یا د بور‌‌‌‌‌‌ډ په پرېکړو کې ګډون نه شي کولې او که چیرته د ده په شتون کې کومه پرېکړه کیږي نو هغه پرېکړه به هیڅ ارزښت ونه لري.

هغه پژواک اژانس ته ووی، د یومشر یا تکړه لوبغاړي په توګه لوبغاړی کولې شي چې د بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر یا د بور‌‌‌‌‌‌ډ کمیټې ته خپله مشوره ورکړي خو د هغوي په پرېکړو کې ګډون کول او بیا د ده ګډون پرېکړی خبر په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول خپرېدل پخپله د هغه لوبغاړي پر رول یو شمېر پوښتنې راپورته کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د خلکو د پوښتنو او نیوکو په ځواب کې په ټویټر کې لیکلي چې د بورډ د غړي په توګه د یو لوبغاړي ټاکل د کرکت د نړیوالې شورا د قوانینو په رڼا کې کومه ستونزه نه لري.

ده زیاته کړې : (( زه غواړم چې د لوبغاړو پر وړتیا وو پانګونه وکړه، او په بورډ کې باید یو تن د لوبغاړو په استازیتوب هم غړیتوب هم ولري او محمد نبي د بورډ د غړیتوب لپاره تر غوره انتخاب دی.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan