کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): ولسمشر غني وايي چې امنیتي مسوولین دې د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار له امنيتي مسوولينو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
په ياده ليدنه کې لومړى د کابل ښار امنیتي مسوولینو په دغه ښار کې د خپلو امنیتي برنامو، پرمختګونو، نيمګړتیاوو او د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د راکټي برید په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
وروسته ولسمشر غني وويل چې پر کابل ښار د راکټي بريد ټول ابعاد بايد وڅېړل شي چې څه ډول وسله وال مخالفين وتوانېدل د خپلواکۍ په ورځ دغه ډول کړنه ترسره کړي.
ولسمشرد کابل ښار په امنیتي حوزو کې بدلونونو ته په اشارې وویل: ((حوزو ته په خپله تللی یم، په حوزو کې شته وضعیت راته د منلو نه دی او باید په حوزو کې فوري مدیریتي تغییرات راشي. دغه راز باید د پولیسو د حوزو معیشتي وضعیت په بشپړ ډول بدل شي او د حوزو مسوولین دې خپلو دندو ته متوجه و اوسي.))
غني د کابل امنیې قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، له زورواکو او هغو کسانو سره چې د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي، قانوني او جدي چلند وکړي او د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي.
محمد اشرف غني د کابل ښار د امنیت د لا ښه والي او امنیتي برنامې د تطبیق په موخه لارښوونه وکړه چې د ملي امنیت سلاکار تر نظر لاندې دې ټول امنیتي مسوولین د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د وسله والو مخالفينو ټول پلانونه باید شنډ او امنیتي میثاق دې په هر اړخیزه توګه عملي شي، څو د کابل خلک د امنیت په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال په کابل ښار د امنيت پر ټينګښت ټينګار کوي چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې له حده ډېرې شوې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن