ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

author avatar
22 Aug 2020 - 18:48
د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي
author avatar
22 Aug 2020 - 18:48

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د کابل ولایت د امنیې قوماندان وایي چې د دغه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د چسپکي ماین چاودنه شوې او دوه ملکي وکړي یې ټپیان کړي دي.

د یادونې ده، نن د وږي په لومړۍ نېټه په کابل ښار کې دا د چسپکي ماینونو څلورمه چاودنه ده.

نن سهار د کابل ښار په مختلفو سیمو کې درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او څلور نو ټپیان شول.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژنس ته وویل، نن مازدیګر پنځه بجې او ۱۷ دقیقې د دویمې حوزې اړوند په باغ بالا سیمه کې یو چسپکي ماین چې پر یوه بایسکېل ځای پر ځای شوی و، وچاودېد چې په پایله کې یې دوه ملکي وکړي ټپیان شول.

د نوموړي په خبر، د موضوع په اړه کشف او څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د چسپکي مایونونو په دوو چاودنو کې د پوهنې وزارت د علمي شورا د رییس عبدالباقي امین په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.